د انسټاګرام پلویان په ډيریدو دي

اوس د فېسبوک، ټویټر او نورو ټولنیزو رسنیو ترڅنګ د انستاګرام پلویان هم مخ په ډيریدو دي.
ښودل شوي، چې اوس په میاشت کې د انسټاګرام د کاروونکو شمېر تر ۵۰۰ ملیونو اوښتی دی. یوازې د دغو کسانو په منځ کې ۱۰۰ ملیونه امریکایي وګړي دي.
انسټاګرام ویلي، چې د پخوا په پرتله له دې ټولنیزې شبکې د کاراخیستونکو شمېر او پکې د وخت تېرولو موده خورا زیاته شوې ده.
زیاتوي، چې د ورځې ۳۰۰ ملیون تنه له انسټاګرام څخه کار اخلي.
په تېرو دوو کلونو کې د دې شبکې د کاروونکو شمېر دوه برابره شوی دی.
د دې شبکې له لارې خلک تر ۹۵ ملیونو زیات عکسونه شریکوي او ۴ ملیارده او ۳۰۰ ملیون عکسونه او ویدیوګانې یې لایک کېږي.