ويډیو/ د وزن پورته کولو روسی نړیوال اتل، د يوه آذربايجاني لخوا تن په تن جګړه کې ووژل شول

په تیرو څو ورځو کې د ټولنیزو رسنیو کارونکو هغه ويډيو ډيره خپره کړې، چې د وزن پورته کولو د يو نړیوال اتل ۳۲ کلن «اندرې دراچیو» او د يوه آذربایجاني ۲۷ کلن انفار زیناروف رزمي سپورټمين  تر منځ د سرک پر سر  يوه مخامخ تن په تن نښته ښيي.
یادو کسانو لومړۍ په رسټوران کې دننه شخړه کړې او بیا د زور آزموينې لپاره کوڅې ته راووځي. د جګړې پر مهال آذربايجانی، روسی وزن پورته کوونکی اتل سر ته د پښې په ضربه وهي، چې نوموړی راپرځي او تر هغې وروسته نورې ضربې نوموړی دومره سخت ټپي کوي، چې په روغتون کې ساه ورکوي. وژونکی تېښته کوي او د جنايي پولیسو لخوا لټول کيږي.
د یادونې وړ ده، چې دا دوهم روسی سپورټمين دی، چې په تيرو درې اونيو کې په کوڅه ډبه نښته کې ژوند له لاسه ورکوي.
 په دغه ويډيو کې ښکاري، چې د روسي په پرتله آذربايجانی وړه تنه لري، خو په جګړه کې له زور نه تاکتیک ډير رول لري. په یو شمېر رزمي سپورتونو لکه تېکواندو کې تر ځواکمنو او لویو تنو درلودونکو کسانو په پرتله، چست او د لږ وزن کسان زیاتره بریالي وي، چې يوه بېلګه يې نامتو بروسلي دی، چې د «وينچونګ» سپورت يې په لومړي سر کې کولو او وروسته يې د نورو رزمي سپورتونو تخنیکونو ور سره ميکس کړل او ځانته يو بل ډول  سپورټ بنسټ «جيتکاندو» کېښود.