د افغانستان بدن ښکلا لوبغاړي په اسیایي لوبو کې ګډون کوي

د افغانستان د غړو ښکلا فدراسیون وایي چې د هیواد بدن ښکلا لوبغاړي به د اسیا د بدن ښکلا په لوبو کې ګډون وکړي.
د یاد فدراسیون سکرتر عبدالرحمن حمید ویلي دي چې ۱۴ افغان لوبغاړي به په یادو لوبو کې ګډون وکړي کومې چې په جنوبي کوریا کې به تر سره شي.
حمید ویلي دي چې افغان لوبغاړو پرون د جنوبي کوریا پر لور پرواز کړی دی.
یادې لوبې د سه شنبې په ورځ تر سره کیږي چې د دېرشو اسیایي هیوادونو څخه به سلګونه لوبغاړي پکې ګډون وکړي.
دا به د نوموړو لوبو ۵۱ دور وي.