دمينې نذرانه

پروت يم د اور په غيږ کې
خوځــــــنده يې لمبې دي
اوړم پـــــــــــــرې را اوړم
تن او ځان پرې سوځــــوم
سرې سکروټې يې ښکلوم
د روان می پورته غلبلی دې
زړگـــــــی مــــــې په لـــــړزا دی
کبابــــــــه مـــــــــــــې سينه ده
پتنگ غوندې ځان پری کړوم
سرې سکروټې يې ښکلوم
سو ځــــــــيدنه زما هستي ده
دی هستي کې زما مستي ده
ځکه پری تپيږم ، که سوځيږم
په جـــــام کـــــــــې د سکروټو
يــــــــو غـــوړپ يې دلــــــمبو
د مينــــــې نذرانــــــــــــه ده
د مينــــــې نذرانــــــــــــه ده
عبدالهادی ع.