
له ۱۳۵۷ هجري لمريز كال يا په هېواد كې د كمونستانو له كودتا وړاندې هم افغانستان د نړۍ په پرمختلليو هېوادونو كې نه شمېرل كېده او د افغانستان بې احساسه چارواكيو چې تل به يې پام خپلو عياشيو او مزو چړچو ته وو خپل هېواد او هېوادوالو ته ډېره كمه توجه كوله خو سردار محمد داوودخان د خپل صدارت او بيا وروسته د خپل جمهوري رياست په دوره كې د افغانستان د آبادۍ، پرمختګ او هوسايۍ لپاره ځينې ګامونه واخستل.
داوود خان د صدارت پر مهال چندانې ډېرې ښې لاس ته راوړنې نلري،
كه څه هم هغه د وطن د آبادۍ او پرمختګ فكر او جذبه درلوده خو لامل يې دادى چې ټولواك!! يې ځكه مخه نيوله چې سردار داوود خان د يوه ملي، خادم او د افغانستان د آبادوونكي او پر مختګ خوښوونكي شخص په توګه مطرح نشي چې د ده له مطرح كېدلو سره به د ټولواك، غير مسؤول او واجب الاحترام شخص!! تاج او تخت ته خطر متوجه شي. دا يواځې ظاهرشاه نه وو چې د ارواښاد شهيد سردار محمد داوود خان د ملي كارونو، هېوادني خدمتونو او ماسټر پلانونو د تطبيق پر وړاندې يې خنډونه جوړول، بلكې د ده د كابينې ګڼو غړيو او درباريانو هم هغه ته ستونزې جوړولې او د هغه له مطرح كېدلو او د يوه ملي شخص په توګه له تبارز څخه يې وېرېدل، خو له دې ټولو ستونزو او خنډونو سر بېره بيا هم سردار محمد داوود خان وكولى شول چې د خپل جمهوري رياست په دوره كې د افغانستان نوم د هغه وخت د ډېرو وروسته پاتې هېوادونو له لست څخه راوباسي او د مخ پر ودې هېوادونو په لست كې ځاى وركړي.
كه شرايطو او حالاتو هغه ته اجازه وركړې واى او كم تر كمه يواځې خپل پنځه كلن ماستر پلان يې تطبيق كړى واى نو نن به د افغانستان بڼه بدله واى د افغانستان اكثره لويې لارې يا د ظاهرشاه د حاكميت پر مهال رغول شوې او ياد سردار محمدداوودخان د واكمنۍ پر مهال دا لويې لارې هم يا د پنځه كلن ماستر پلان له مخې وې او يا د شل كلن.
دا يو منل شوى نړيوال نورم دى چې حكومتونه پخپل پرمختيايي پلانونو كې يو ټاكلى مهال په پام كې نيسي او خپل پلان د يو محدود وخت لپاره جوړوي. مثلاَ د ښاروالۍ د انكشاف يو پلان پنځه كلن او بل شل كلن وي په دې معنى چې دا ښار به پنځه كاله وروسته دومره پراخېږي او نفوس به يې دومره شمېرې ته رسېږي. او دومره ښوونځي، كلنيكونه، كورونه، پاركونه او سړكونه ورته په كار دي.
خو شل كاله وروسته بيا دا پنځه كلن پلان تنګ او د دى ښاريانو له حجم او تراكم سره سمون نه خوري. دا ځكه چې شل كاله وروسته نفوس ډېر زياتېږي، د ژوند دايره پراخېږي، كاروبار او اړتياوې وسعت مومي. همدارازلويې او فرعي لارې او سړكونه هم بايد پراخ كړل شي .
د افغانستان ننني ښارونه، سړكونه او لويې لارې هم څلوېښت، پنځوس كاله وړاندې د هغه وخت د اړتياوو په پام كې نيولو سره جوړ شوي وو. خو نن دا سړكونه لويې لارې او ښارونه ډېر تنګ او ناكافي دي. ځكه خو يې هېواد وال له ګڼو او هر اړخيزو ستونزو سره مخ كړيدي. د بېلګى په توګه د هېواد پلازمېنه كابل ښار چې كله ډيزاين كېده نو پنځه سوه زره تنه پكې په پام كې نيول شوي وو. يعنې دا ښار د پنځوسوزرو تنو لپاره ډيزاين شوى وو، د پنځوسووزرواړتياوې لكه اوبه، برېښنا، روغتونونه، ښوونځي، سركونه په پام كې نيول شوي وو خو نن په كا بل ښار كې د هغه وخت د پيش بيني شوي شمېر لس چنده ډېر نفوس اوسېږي. كه څه هم موږ كومه نوې او دقيقه احصائيه نلرو خو كابل ښاروالي وايي چې دا مهال د كابل د ښار د اوسېدونكيو شمېر له پنځو ميليونو تنو هم اوړي هغه مهال دا سړكونه د پنځوسوزرو(۵۰۰۰۰) موټرو د تګ او راتګ لپاره جوړ او ډيزاين شوي وو خو دا مهال د كابل ترافيك وايي چې په كابل ښار كې شاوخوا له پنځو سووزرو تر اتو سووزرو (پدې اړه ترافيكي چارواكي بېل بېل ارقام معرفي كوي) هره ورځ تګ راتګ كوي.
دا يواځې كابل ښار نه دى چې له دا ډول ستونزو سره مخ دى، بلكې د هېواد ټول لوى ښارونه او لويې لارې له دا ډول ستونزو سره لاس او ګريوان دي. يو خو دا ښارونه او لويې لارې له ځايه كوچني او تنګ دي، بل نفوس هم پرې لس چنده شي او برسېره پرې بهرني ځواكونه، مؤسسې او كورني دولتي ادارات له ځانه دسيمنټى دېوالونو د راتاوولو په موخه نيم سړكونه بندوي. ډېر مركزي سړكونه خو دوى چور بند كړيدي.
كه څوك د ښار له يوه سر څخه بل سرته په درې ساعتونو كې هم ورسېږي هغه به ډېر نېكمرغه وي.
د كابل – جلال آباد لويه لاره يوه له هغو لويو لارو څخه ده چې ترافيكي كثافت پرې ډېر زيات دى. د ترافيكي چارواكيو په وينا دا سړك هم هره ورځ د زر عرادو موټرو د عبور او مرور لپاره جوړ او ډيزاين شوى خو نن سبا هره ورځ پردې لاره د دې شمېر لس چنده لوى او كوچني موټر تېرېږي. همدالامل دى چې هره ورځ پردې لاره هرومرو په يوځاى كې لاره بنده وي. آن په دې لاره ډېر وخت د ماهي پر په خطرناكو او غرنيو موړونو كې د ساعتونو ساعتونو لپاره لار بنده وي.
د كابل – جلال آباد لويه لاره د ختيځ زون د څلورولاياتو (ننګرهار، لغمان، كنړ او نورستان) سربېره د كاپيسا ولايت، تګاب او نجراب ولسوالۍ او ګاونډى هېواد پاكستان هم له كابل سره نښلوي، پردې لاره هره ورځ هغه سلګونه لوى موټر (ده سلنډ، شانزده بيست، ترېلر لرونكي كامازونه) هم تګ او راتګ كوي چې كابل ښار ته له پاكستان او نورې نړۍ څخه د هند د سمندر له لارې را واردېدونكي سوداګريز توكي او د بهرنيو ځواكونو او موسساتو نظامي او لوژستكي مواد رسوي. پردې لاره ميشت كورني امنيتي ځواكونه او تلونكي راتلونكي مسافر ويني چې دلته به داسې ورځ ډېره كمه وي چې يوه يا څو خونړنۍ ترافيكي پېښې پكې رامنځته نشي.
په بهرنۍ نړۍ كې چې څوك سفر كوي نو د يو نيم سل كيلو مترو په اندازه سفر لپاره يو ساعت په پام كې نيسي. او په همدومره وخت كې منزل ته رسېږي.
د كابل – جلال آباد لار هم يونيم سل كيلومتره ده خو زه(ليكوال) د پنجشنبي په شپه له خپل دفتر ( د كابل له نوي ښار څخه) د ننګرهار سرحد درونټې (د كابل شاوخوا يوسل او څلوېښت كيلومترۍ) ته په اوه نيم ساعتو كې راورسېدم. همداراز د جمعې په ورځ له درونټې څخه د لغمان عزيزخان كڅ ته چې ټول څلور كيلومتره لار هم نه راځي په څلورساعتونو كې ورسېدم.
له دولت څخه زموږ هيله داده چې دې ستونزې ته جدي پام وكړي. لومړى خو دې منظم ترافيكي قوانين تدوين او عملي كړي، همداراز د بديلو لارو په جوړولو دې اقدام وكړي، په ځانګړې توګه دولت بايد د كابل – جلال آباد د هغه دوهم سړك جوړول عملاَ پيل كړي چې حكومت تېر كال پرانيست. دولت ژمنه كړې وه چې دا سړك به چې د ننګرهار د سره رود او خوګياڼيو د ولسواليو له لارې به له كابل سره په غرنيو سيمو كې نښلي بشپړوي خو له بده مرغه چې د يونيم كال په تېرېدو يې لا كار هم پيل كړى ندى.
همداراز دولت بايد د جلال آباد – تورخم د دوهم سړك په ټپه ولاړ كار هم پيل كړي. د دې سړك كار تقريباَ په سلو كې شپيته پر مخ تللى دى.
كه دولت دا دواړه سړكونه چې تېره ورځ يې په جلال آباد كې هم د جوړولو لپاره لاريون وشو ورغوي نو هيله ده چې دا ستونزې به ورسره هوارې شي. كه نه هره ورځ به افغانان وي او همدا ستونزې.