کابل ښار دسپيو په ولجه کې



محمد حسن حقيار
haqyar@gmail.com
په کوم ښار کې چې مسؤول اوخادم حاکم نه وي هر څوک او هرشى پکې واکداري کوي وايي چې په کوم هېواد کې حاکمان ويښ وي نو غله او داړه ماران پکې وي او په کوم ښار کې چې چارواکي ويده وي نو غله او داړه ماران پکې ويښ وي او ټوله شپه مزې کوي ، زموږ دچارواکيو په ځانګړې توګه دکابل ښاروالۍ دسستۍ ا وتنبلۍ له کبله دادى کابل ښار سپيو ونيوه سپي نه يواځې دشپې ، بلکې دورځې هم پکې حکومت کوي ، په کابل ښار کې دسپيو راج دى دځينو موسسو دڅو مياشتې پخوانيو سروې ګانې له مخې په کابل ښارکې دهرلس تنو ښاريانو دځورولو او داړلولپاره يو سپى موجود دى .
ښايي کابل ميشتي سپيآن هم په افغانستان کې له اداري فساد ،دبهرنو مرستو له چور او چپاول ،په کابل ښارکې دزرګونو ميليونو ډالرو ملي شتمنۍ له حيف اوميل څخه خبر وي ، پدې ډالرو کې خپله برخه هم چورشوې وبولي او پدې توګه له کابل ښاريانو سره ژوند ،پر دوى خپله نفقه او نورې اړتياوې خپل حق وبولي .
موږ به لوېديځوالو ته پيغور ورکاوه چې له سپيو سره مينه او له انسانانو سپيو ته ډېر پام او دهغوى قدر کوي خو دادى خپله خندا مو په سر ماته شوه .
دې سپيو له ښاريانو سکون او اطمنان تروړلى ، رو غتيايي،اقتصادي او ټولنيزې ستونزې يې ورته پيداکړې دي .
ډاکټران وايي چې يو ډول ځانګړى خطرناک مکروب دى چې درشد او نمو ځاى يې سپى اود انتقال مهم لامل يې هم سپى دى .
په دې سپيو کې چې په کابل ښار کې ژوند کوي ډېرى يې ليوني دي او که څوک وچيچي نوپه دولتي روغتونونو کې يې واکسين هم نه موندل کېږي او که په کوم شخصي روغتون کې وموندل شي نو بيه يې دومره لوړه ده چې دعادي افغان له وس څخه ډېره پورته ده .
زما يو دوست چې دسپيو له لاسه يې ژوند يې ډېر تريخ دى خپله کيسه راته داسې وکړه :
(( دكابل ښارداتمې ناحيې په قلعچه خمدان كې زما كوردى زموږ دكورونو كوڅې ته مخامخ درحمن مېنې شپېته متره واټ موقعيت لري، چې اوس په رسمي توګه دشهيدفضل الرحمان څمكني واټ په نامه يادېږى .دواټ په هغه بله خواكې دكابل دنړيوال روغتون ترڅنګ دوه دموټرو ددرېدو پاركونه جوړشوي دي او دشپې لخوا د يوې ټاكلې اندازې پيسو په مقابل كې دخلكو موټر پكې درېږي . نه پوهېږم چې دوى ددې كار رسمي جواز لري اوكه نه ؟ كه چېرې ښاروالۍ جواز وركړى وي هغه به هم غيرقانوني وي، ځكه چې دوى د موټرو ددرېدو لپاره داتم ځايونه درحمن مېنې دشپېته متره سرك په غاړه دنوموړې ناحيې په شنه سيمه كې جوÚ
“ كړي دي او تېرپسرلى يې په دې سيمه كې دنيالګيو دايښودلو لپاره خنډونه هم پيداكړي وو.
په هرحال دوى دموټرو ددرېدو ددوو واړو پاركونو لپاره كوڅه ډب سپي ساتلي چې دورځې لخوا دموټرو سيوروته ويده وي خودشپې لخوايې دسړك په دې برخه كې سترې ستونزې راپيداكړې وي.
كله چې دشپې تياره راخوره شي نوبيا دشاوخواكورونو اوسېدونكي ددې سپيو له ډاره په يوازې توګه تګ راتگ نشي كولاى .كله كه دضرورت اودكار دزياتوالي له مخې په دفتر كې راباندې ناوخته شي نويوه لويه اندېښنه مې دنوموړيو پاركونو دساتنې كوڅه ډب سپي وي اوكله كه زيات راباندې ناوخته شي نوبيا كورته تيلفون كوم چې له كوره يوكس مخې ته راووزي اوپه دې برخه كې مرسته راسره وكړي ددې ترڅنګ زموږ په ګاونډكې يوه تنګه كوڅه ده چې دوى هم همداكوڅه ډب سپي ساتلي دي چې له دوى څخه هم ډېر په عذاب يو.))
په كابل ښاركې له ډېرې مودې راپدې خوا دكوڅه ډبو سپيو دشتون او ازار څخه دخلكو شكايتونه موجود دي خو پدې وروستيو کې له دې دركه دخلكو اندېښنې ډېرې زياتې شوې دي.
ځكه چې دغه سپي درمو په شكل كوڅو اوسركونو ته راوزي اوكله كله په خلكو حملې هم كوي. دلته ددې خبرې يادونه ضروري ده چې تراوسه پورې په كراتو كراتو د كابل ښاريانو دكابل ښاروالۍ او دعامې روغتيا له وزارت څخه په كلكه غوښتنه كړې ده چې دې ستونزې ته پاملرنه وكړي او ددې ستونزې په له منځه وړلوكې اغېزناك ګامونه پورته كړي .خوتراوسه پورې دكابل ښاروالۍ اودعامې روغتيا وزارت په دې برخه كې كوم ګام نه دى پورته كړى . دهغو څېړنو له مخې چې دبېلابېلوموسسو او بنسټونو لخواڅو مياشتې وړاندې په دې برخه كې ترسره شوې دي تقريباً درې سوه زره كوڅه ډب سپي چې هرومرو ځينې يې ليونيان ه
م دي، دكابل په ښاركې شتون لري چې دكابل داوسېدونكيو ژوند يې له خطرسره مخامخ كړى .
اوس داپوښتنه رامنځ ته كېږي چې دعامې روغتيا وزارت اودكابل ښاروالي ولې په دې برخه كې ولې غوڅ اقدام نه كوي اوخپل مسؤوليت نه ترسره كوي.؟
په داسې حال كې چې دكابل ښاروالي په كابل ښاراو د هېواد په ځينو ولايتي مركزونو كې دكوڅه ډبو او ليونيو سپيو ستونزه مني او دسلګونو زرو کوڅه ډبو سپيو په شتون اعتراف هم کوي .خو په عين حال كې وايي چې په دې برخه كې موږ دعامې روغتيا وزارت څخه څوځله غوښتنه كړې چې دكوڅه ډبو سپيو دله منځه وړلو لپاره موږ ته داړتيا وړ دوا راكړي خوتراوسه پورې هغوى په دې برخه كې مثبت ګام نه دى پورته كړى.
څرنګه چې كابل اوس په (شهرناپرسان) بدل شوى اوكابل ښاريان اوس په دې نه پوهېږى چې چاته ورشي اوله چا څخه په دې برخه كې مرسته وغواړي.؟
خود(پيوندملي اونيزې) په قول دعامې روغتيا وزارت ويندوى كارګرانوراوغلى ددې وزارت په حواله ويلي دي چې ديوې مياشتې په موده كې به دكابل ښاركوڅه ډبو اوليونيو سپيو دراټولولو اودله منځه وړلو پراخ كمپاين پيل شي.
دښاغلي نوراوغلي دغه بيان دكابل ښاريانو ته يوښه اوپه زړه پورې زېرى دى چې په ليوالتيا سره يې انتظار باسي خوداسې نه وي چې په يخ ليكلي اولمرته ايښي وي .
کابل ښاروالۍ يوځل ويلي وو چې دوى دکوڅه ډبو سپيوپرضد کمپاين پيل کړى خو هغه درمل چې دوى ته دعامې روغتيا وزارت ورکړي دي ډېر بې کيفيته دي او سپي نه وژني .
آياپه داسې يو ښارکې چې لسګونه زره اوسېدونکي يې دخپل خوراک لپاره څه نلري ، بچيان يې ټوله ورځ دشتمنو په ډېرانونو ګرځي او دهغوى له پاتې شونو خپله کورنۍ تغذيه کوي او په داسې يوه ښار کې چې دسوالګرو شمېريې پنځوس زرو ته رسېږي ددرې سوو زرو سپيو ساتل او ددوى تغذيه دحيرانتيا او هېښتيا خبره نده ؟
زموږ ښاروالي دومره کمزورې ده چې ان انساني کثاقات له ښاره بهر لېږدولى نشي اوټول ښار مو دکثافاتو په ذخيره بدل شوى نو ددرې سوو زرو سپيو فاضله مواد به دډول ډول ناروغيو لامل ونه ګرځي .
زموږ غوښتنه په دې برخه كې له مسؤولو ارګانونو څخه داده چې ، هرڅومره ژركېدى شى په كابل اودهېواد په گڼ مېشتو ښارونوكې دغه كمپاين ژرپيل اوهېوادوالوته له دې ستونزې څخه نجات وركړي څوپه ډاډمن ډول سره دورځې او داړتيا په صورت كې دشپې لخوا خپلې چارې پرمخ بوزي