چارواکي: دولتي ځواکونو د تلعفر د نیولو لپاره حمله پیل کړې

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي وايي، دولتي ځواکونو د تلعفر ښار د نیولو لپاره حمله پیل کړې ده.
تلعفر په عراق کې وروستۍ سیمه ده چې لا هم د داعش یا اسلامي دولت د وسله والو په لاس کې ده.
صدراعظم العبادي نن سهار په یوه تلویزیوني وینا کې وویل، د تلعفر د ازادۍ عملیات پیل شوي دي.
ده همدا راز وویل:
داعش ته وایم چې له دې پرته بل لار نه لرئ چې یا لاړ شئ، یا ووژل شئ او یا هم تسلیم شی.
تردې وړاندې عراقي پوځیانو د امریکا د پوځ په ملاتړ موصل ښار له داعش څخه ونیوه