شورشه اباسينه طوفانونه رابيداركړه
هره څپه اورشه غورځنګونه رابيداركړه
ووزه خاموشي نه دوطن دښتو دروته
چيغه شه اوازشه سرودونه رابيداركړه
تيغ دغليم سوربياداستادزړه په وينوشو
ودانګه له غرونو كمرونه رابيدار كړه
څاڅكي څاڅكي لاړشه داسمان خوري لمني ته
واٌوره.باران شه سره ګلونه رابيداركړه
اوښكي تويي نكړي ته غرورمي د سيندونويي
غږدلراوبرشه لښكرونه رابيداركړه
روح دشهامت دي بي ځانه ځان كي ونغاړه
وخوځه پاڅون شه ويده زړونه رابيداركړه
وروستي