خپلواکي مو ژوند ده!

 
د خپلواکۍ ۹۸یېمې کلیزې په ویاړ
ګران افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې شاوخوا ۹۸ کاله وړاندې د سور اشغالګر ځواک تر تاثیر لاندې و. په تاریخ کې راځي، چې هغه وخت دلته هغه څوک حاکمان وو، چې هغوی نه شرافت پېژنده او نه انسانیت. دغهخلک د هغې نظرې مننوکې وو، چې اوبه خړې کړئ او کبان پکې ونیسئ؛ هغوی ددې شعار په ورکولو سر هر څه د خپل حکومت لپاره کولی شو .
له مشرانو دا کېسې راپاتې چې وایي؛ هغه مهال ډير افغانان ژوندي د ښکېلاکي ټانګونو لاندي شوي وو،  ميرمنې یې په بې حیایي ډول وژلې وې او زموږ کور او جوماتونه هم راړنګ کړي وو. دا چې افغانان ناچاره وو، نو د خدای په نصرت سره یې هوکړه وکړه، چې ګوندې نور په دې ناچارۍ کې د دغو سورو یرغلګرود مخې نیولو لپاره، خپل عزم او اراده یو کړي؛ ترڅو وګړي خپلواک ژوند ولري.
بلاخره پوره ۹۸ کاله وړاندې په همدې ورځ، افغانانو په خپل ايماني او ملي قوت سره؛ هغه ځواک ته ماتې ورکړه چې په دې نږدې ساحه کې یې کابو ۲۸ نور هېوادونه یې تر خپل چتر لاندې راوستي وو. دا نور تر یرغل لاندې هېوادونه له افغانستان څخه په امکاناتو کې لوړ وو، خو هغوی د خپلې خپلواکۍ لپاره، هېڅ نه شو کولی.
ښکاره ده، چې کله غازي امیر امان الله خان د افغانستان لپاره خپلواکۍ اعلان کړه، نو تر هغه وروسته په سیمه کې نورو هېوادونو هم خپل زور د افعانستان په خپلواکۍکې ولید او د انګریزانو په وړاندې په غبرګونو لاس پورې کړ.
یوه افغان مېرمنه د هغه وخت د خپل سترګو لیدلی حال داسي بیانوي:
 "کلي کې اوازه سوه،هلی! قوه راغله؛ ما مې خپل زوی په سوزني وتړه او خړ رنګه ټیکری مې واغوست؛ وروستهکلی معاصره و. موږ ټولې ښځې یې یو خواته ټولې کړو. اول یې د کلي مشر راوست او دوه نور ځلمي یې لاس تړلي موږ مخې ته وغورځول. زموږ چغې تر اسمان رسېدې خو کوپراو زموږ غږونو نه اورېدل. ناڅاپي له یوې خوا ضربه شوه. موږ په دوړې او ګردونو کې یو بل نه ښکاریدو. وروسته مو ولیدل چېهغه هلکان په وینو کې لت پت پراته وو."
 له تاریخه ښکاري چې له دې هم زیات تیری شویدی. په دې ورځ باندې نور د وحشتناکو صحنو یادول، زموږد خپلواکۍ حس را کمزوي کوي او خوشالي مو له منځه وړي.په دې ورځ باید ددې په اړه خبرې وشي، چې څنګه خپلواکي وساتو؟ موږ ددې لپاره، باید په افغانستان کې ټول میشت قومونه په یوه ټغر راټولولو لپاره مبارزه وکړو او دغه د خپلې خپلواکۍ زور په یو نا یو ډول تر نړیوالو ورسوو.
 اوس هم د خدای فضل دی، چې د تېرو کلونو په پرتله دا ځل ټول هېوادوال دې ته وادار شوي، چې  په ګډه د خپل ګران وطن د خپلواکۍ ۹۷یېمه کلیزه نمانځي.