![هند: په تدريسي ژبه دنه پوهيدو اوناسمې زده کړې له امله يو شمير افغان محصلين بيرته افغانستان ته تښتي .](https://rohi.af/assets/uploads/old/noimage.jpg)
محمدصادق رښتينى _نوۍ ډيلي
په افغانستان کې دطالبانو درژيم ترنسکوريدو ورسته دنوي دولت دپيل سره سم هند دغه هيواد ته دنوروټولنيزومرستوترڅنګ ددغه هيواد د لوړوزده کړودپياوړتياپه موخه په ۲۰۰۶ زيږديزکال کی د۲۵۰۰ تحصيلی بورسونو اعلان وکړ .
په تيروڅلوروکلونوکی ۲۰۰۰ زره افغان محصلين دهندوستان لخواپه ورکړل شووتحصيلی بورسونواو همدې ته په ورته شميرکې په خپلوشخصي مصارفو هندته دزده کړی لپاره راغلي دي .
دهند لخواپه تحصيلي بورس کې دراغلو زده کوونکولمړی ډله ۵۰۰ تنه افغان محصلين په ۲۰۰۹ زيږديزکال ېی فارغ او پاته نور يي دامهال دهند په بيلا بيلوښارونو کې په بيلا بيلو رشتو کې زده کړي کوي .
هغه زدکوونکي چې په افغانستان کې يې دولسم ټولکی په لومړۍ دوهمه يادريمه درجه لوستی وي په انګليسي ژبه مهارت ولري د افغانستان دلوړوزده کړو دوزارت لخوا ديوې ازموينې وروسته په هندي پوهنتونو کې دلوړو زده کړو چانس ترلاسه کوي .اوبريالي سوي ۵۰۰ زده کونکي په ېی هند داقتصاد ،سياسي او اجتماعي علومو او ( پنځوس تنه ) دانجنري پوهنځي ته راځي .
دانجينری پوهنځي لوستل نسبت نورو پوهنځيو ته دهغه چا لپاره چې تر دولسم ټولګي پوري يي رياضکي مضامين په سمه توګه نوي لوستي او په انکليسي ژبه هم پوره نه وي بلد ستونزمن کار دي .نو له همدی کبله کڼ شيمرافغان محصلين د انجنري پوهنځي په لومړي سيمستر کي په لومړي ياد دوهمه ازموينه کي ناکامه شي ،ځينی زدهکوونکي خپلي پوهنځي ته تغير ورکوي اوځينی يي بيرته افغانستان ته دتښتي لاره غوره کوی اوس په دغه پوهنځی کی لږشميرزده کونکی پاته دی .
عبدالقادر نايبي چې په کندهار کي دظاهر شاهي ليسي څخه فارغ سوي او دتيرو درو کلونو راپه ديخوا دهند په پونی پوهنتون دانجنري په پوهنځي کي زده کړه کوي وايي چې د ده يوشمير افغان ټولکيوالو ځکه انجنري پريښوده چې لوستل يي ورته ستونزمنه خبره و.
ښاغلی نايبي يی پړه د افغانستان په تدرسي سيستم وراچوی چی دهند له تدريسی سيستم سره په بشپړه توګه توپيرلری ځکه نو يو افغان محصيل ته دانجنري پوهنځي ويل ستونزمنه تمايږي.
نوموړي د هند او افغانستان دازموينواخيستل هم سره بيل بولي اوايي چې دلته (هند کي) يوه ازموينه په ديرشو صفحو يا مخونو کي اخستل کيږي خو په افغانستان کي يوه صفحه دسوالونو ځوابولوته کافی وه.
حميدالله چې په کندهار کي دمحمودطرزي عالي ليسي څخه فارغ شوي اوس مهال دهند دپونی په ښار کي دانجنري په پوهنځي کي زده کړي کوي
دى وايي چې يومحصيل چې دانجنري پوهنځي لولي نو ترهرڅه وړاندي بايد په انکليسي ژبه پوه وي او که يي په سمه توګه نه وي زدکړي د درسونو سره به ستونزه پيدا کوي.
(( زما په فکر يو علت دا هم دي چې يوشمير زدکونکي په انکلسيي ژبه چې تدريسي ژبه ده هم پوره نه پوهيزي دوي انکليسي په اساسي اومعياري توګه نوي زدکړي ولي چې يوزدکونکي چې داستاد په ژبه ونه پوهيږي هغه به څنګه زده کړه وکړي طبعي ده چې هغه به پوهنځي پريږدي )
عبدالحليم فيضي هم يوه له هغه زده کوونکوڅخه دی چی د انجينری پوهنځی يي پريښی ده اوس مهال په هند کي دBBA پوهنځي لولي .
ښاغلی فيضی وايي لومړي دانجنري پوهنځي ته برياليسوم خو دده په خبره چې د درسونو د زياتوالي او په دغه پوهنځي درخصتيو دنشتوالي له امله يي پوهنځي خوشي او پرځاي يي دBBA پوهنځی لولی
(( ما لږ کورني مشکلات درلوده او زه بايد افغانستان ته په رخصتي تللي واي کله چې زه ولاړم نو دهغه خوا چخه چې راغلم په ازموينو کي ناکامه سوم نو ځکه مي دبي بي اي پوهنځي غوره کړ .))
يادسوي ستونزه مي په هند کي دافغانستان دسفارت دکلتوري چارو داتشه پروفيسر عبدالخالق رشيد سره شريکه کړه
نوموړي هم دامني چې دانجنري دپوهنځي يوشمير محصلين خپلو پوهنځيو ته تغيير ورکوي او ځينې يي بيرته خپلوکورونوته ځي .
ښاغلی رشيد وايي افغانستان تربل هروخت اوس خپلو انجينرانوته اړتيالري په هندکې افغان محصلينوته دايوه لوی جانس دی چې په ډيرلږڅه يي دلاسه ورکوی . استاد خالق رشيد زياتوي چې افغان محصلينو لپاره دهندپه پوهنتونونوکی د انجنري پوهنځی ټاکل سوي څوکي همداسي خالي دي
د نوموړي په وينا ددي ستونزي څخه يي دافغانستان دلوړزدکړو وزارت خبرکړي خو هغوي تراوسه دحل لپاره کوم کار نه دي کړي .
.
داستاد رشيد په خبره دافغانستان لپاره دهند دبورسونو يا اي سي سي ار چارواکي دهمدي ستونزي دحل لپاره افغانستان يوپلاوي استولو او هغوي د افغان دولت غوښتنه کړي وه چې دوي ته وړکسان وروپيژني .
(( ستونزه په ارزونه کي ده وړ کسان نه معرفي کيږي همدا علت چې کله دلته راسي او ټولګي ته ننوزي ګوري چې هلته رياضي ضرورت ده هلته انکريزي ضرورت ده دوي بيا تښتي او يا هم وايي چې دخداي په لحاظ ما بلي پوهنځي ته معرفي کړى ))
داچې اوس مهال يوځل بيا هندوستان افغانستان ته دپنځه سوه نورو تعليمي برسونو دورکړي اعلان کړي نو په کار ده چې دشخصي روابطوپرځاي وړکسان معرفي شي .
چې په دي سره به دهغه کسانو چې وړتيا لري حق ترپښو نه وي لاندي شوي اوبل به افغانستان په پنځو کلونو کي دوه نيم سوه انجنران ولري او که دا ستونزه همداسي روانه وه اوپه حل کي يي اړين ګامونه پورته نه شوه نو ژر ده چې دهند دلوري دانجنري لپاره بيلي سوي چوکي وسوځول شي .