![څيړونکي: دموسيقي دالاتو ږغول دماغ ته انکشاف ورکوي .](https://rohi.af/assets/uploads/old/noimage.jpg)
امريکايي څيړونکو دخپلونوڅيړنوله مخې څرګنده کړي چې دموسيقي دالاتو ږغول اودموسيقي اوريدل دماغ ته انکشاف ورکوي .
دهندوستان ديوې مشهورې ورځپاڼې دهندوستان ټايمز دراپور په اساس دامريکا په شيکاګو کې دساينس دپراختيايي ادارې په کلنۍ کليزه کې چې تيره ورځ لمانځل کيده ددغه ادارې مشرې ميرمن ډاکټرکراوس دغونډې برخوالو ته وويل چې د دوی دنوو څيړنو له مخې دموسيقي دالاتو لکه رباب ، باجه يا ارمونيه ، ګيتار، تبله اونورو ږغول او يا هم ددي الاتو ږغ اوريدل دماغ اومغز ته انکشاف او ارامتيا ورکوي .
ورځپاڼي دنوموړي ميرمني په حواله زياته کړي چي هغه کسان چي دعمر د ډيروالي يا هم يوي ناروغۍ له امله د دماغ دخرابوالي سره مخ شوي دموسيقي دالاتو په ږغولو او ياهم اوريدلو سره کولاي شي تريوه بريده جوړشي.
د ورځپاڼي په خبره په څيړنو کي دا هم معلومه شوي چي ديادشو الاتو په ږغولو اويا اوريدلو سره ددي احتمال هم شته چي يوکس چي ديوي ناروغي اويا هم دزړيدو له امله دخبرو لويدلي وي او خبري نه شي کولاي بيرته خپل مخکني حالت ته راشي.
محمدصادق رښتينى _نوى ډيلى