د خپلواکۍ جشن نمانځنې په موخه، په ټول ښار کې د ځوانانو کاروانونه ترتيب شوي؛ تر څو د استقلال نمانځنه وکړي او د شنبې ورځې جشن چې د لويې جرګې په خيمه کې ترتيب شوې، په هغه کې په پراخه کچه هيوادوال برخه واخلي.
دغه سيار کمپاين سبا په ۲ بجو د لويې جرګې له خيمې پيليږيټول ملګري له خپلو مختلفو مسيرونو نه د لويې جرګې خيمې ته راټوليږي. له يو ځای کيدو وروسته ټول په ګډه د پغمان تخت ظفر ته ځي. هلته به د استقلال نمانځنې لپاره، مختصر پروګرام وي او بيا به په منظمه توګه بيرته خپلو مسيرونو ته ستنيږي.
ځوانان بايد خپل موټرونه په بيرغونو وپوښي. ډير په منظمه توګه به په لاره حرکت کوي او اسلحې راوړلو او په لاره د خلکو تکليفولو نه به ځان ساتي او د نورو ملګرو ممانعت کوي.
که څوک دغه رنګ غير اخلاقي کارونه تر سره کړي له کمپاين نه به ويستل کيږي؛ هيله ده، چې زمونږ دغه عمل په ټولنه کې يو مثبت فکر پيدا کړي او د خپلواکۍ د ساتلو او پاللو دود په مونږ کې پيدا شي.
په درنښت
ځير ګروپ او بخدي کلتوري خونه
وروستي