په کرکټ بورډ کې معترض کارکونکو  اعتصاب کړی

د افغانستان په کرکټ بورډ کې معترض اداري کارکونکي وايي، چې دوی به تر هغو کاري اعتصاب ولري، ترهغو چې د دغې ادارې مثبت بدلونونه نه وي رامنځته کړي.
ویل شوي، چې د کرکټ بورډ د مشرتابه غیر مسلکي او غیر اصولي چلند، د پرمختیايي بودجې نه لګښت، بېځایه او غیر مسلکي ګمارنې او کورني کرکټ ته نه پاملرنه؛ دا هغه څه دي، چې د کاري اعتصاب کوونکو په وینا د کرکټ بورډ د ننه یې اعتراضونه رامنځته کړي دي.
د کرکټ بورډ کاري اعتصاب کوونکو د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، چې دوی شاوخوا دېرش تنه دي، چې په اعتصاب یې لاس پورې کړی دی.
اعتراض کوونکو ویلي، چې تر هغو له دغې ادارې سره کارونه کړي ترڅو د کرکټ بورډ اوسني مشران له دندو لرې شوي نه وي.
د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسؤل عزیز غروال یو له دغو اعتصاب کوونکو څخه دی؛ هغه ویلي، چې دا ستونزې د خبرو له لارې هم حل کېدلای شوې خو دده په وینا چې چارواکو یې د کرکټ ژغورنې غږ نه دی اورېدلی.
په دغو اعتراض کونکو کې د کورني کرکټ پر مختیايي مدیر، د کورني کرکټ مسوول، د کرکټ بورډ د مالي څانګې مسوول او د مطبوعاتو مسؤل هم شامل دي.
د کرکټ چارو کارپوهان هم انديښنه لري؛ د دوی په وینا دغسې یو حالات د افغانستان نوم ته زیان اړوي.
دا په داسې حال کې ده، چې کرکټ بورډ ادارې دوه میاشتې وړاندې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب هم تر لاسه کړ.