د (ژوند ناویل شوي رازونه کتاب رازونه) کتاب چاپ شو.

دغه کتاب له بېلو ژبو پښتو ته د تکړه ژباړن حسیب الرحمن نورمل په قلم ژباړل شوی.
دا  کتاب د ژباړل شوو ښکلو ویناوو ټولګه ده.
په کتاب کې د ژوند د مهمو اړخونو په اړه د نړۍ د اوسمهال او تېرو وختونو د نوموتو پوهانو خبرې او لنډې ویناوې را اخیستل شوې دي.
داکتاب وایګل مطبعې د لیکوال په شخصي لګښت چاپ کړی دی.
په کتاب کې د برایان ټریسي، ډارن هارډي، ریچارډ ټمپلر، جویس میر، انتوني رابینز او ډاکټر علي شریعتي ویناوې را اخیستل شوې دي.
په دغه نوي چاپ شوي کتاب کې ډېرې د کار خبرې شته دي، ښکلی ډيزاین لري او په ۶۴ مخونو کې په لوړ کیفیت چاپ شوی دی.
ټول هڅه کوي چې ژوند زده کړي، خو هېڅوک هڅه نه کوي چې ښه ژوند زده کړي، ژوند کول یو عادت دی خو ښه ژوند کول فضیلت (د کتاب له متن). کتاب دې ته ورته ښکلې او اغېزناکې جملې لري.
ژباړن ددې تر څنګ درې عنوانه نور کتابونه هم چاپ کړي دي.