
ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې وايي، ایران په دې خبرداري سره چې له اټمي موافقې به ووځي، نړیواله ټولنه یرغمل کوي.
نیکې هیلي دا څرګندونې د ایران د ولسمشر حسن روحاني دتیرې ورځي د خبرو په عکس العمل کې وکړې چې ویلي که امریکا د بندیزونو پالیسيۍ ته دوام ورکړي ایران به په څو ساعتونو کې د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې ووځي.
خو د امریکا استازې وویل پر ایران نوي بندیزونه له اټمي موافقې سره تړاو نه لري.
د نیکي هیلي په خبره ایران باید د میزایلو د پروګرام، له ترورېزم څخه د ملاتړ، د ملګرو ملتونو له پریکړه لیکونو او د بشر له حقونو څخه د سرغړونو په خاطر مسؤل وګڼل شي.
د ایران ولسمشر بیا وايي چې د ډونالد ټرمپ د ادارې د بندیزونو تګلارې دا وښوده چې واشنګټن د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې ښه شریک نه دی.