څوک دی څوک دی دغه څوک دی
چې مې نه پرېږدي خپل کار ته
چې مې نه پرېږدي روزګار ته
دغه څوک دئ چې له لریو واټنونو
واویلا ژړا فریاد زما د لوڼو یې په غوږ دی.
دغه څوک
دغه څوک
را پېدا له کوم یو ټوک دئ
چې زما لاس یې نیولی
او ما نه پرېږدي چې (لور) مي
دغه خپل د کهول شرم
کړم د تورو خاور لاندې
او ځان خپل دکلي کور او خپلې سيمې
له سیالانو سره سیال کړم.
دغه څوک دی؟
دغه څوک دی؟
چې دلمر له سپينو وړانګو یې دستار دی
او جامې یې دی مینځلي د سپوږمئ د خم په رنګ کې
سپینو ستورو نه یې ږیره
درڼا امسا یې لاس کې
څيروي د تیارو زړونه
خلک ځان پسې را کاږي
دکلو پر تږبو ژبو
دپېړیو د پوړیو
ددې تندو پر تندیو
څڅوي او را روان دی
د رڼا د اوبو څاڅکي.
دغه څوک دی؟
دغه څوک دی ؟
چې کونجئ یې دي په لاس کې
خلاصوي هغه دی ګورئ
د تیارو زړونو قفلونه؟
خلاصوی هغه دی ګورئ
دفردوس په لورې لاره
پر بڼو د خپلو سترګو
تر جنته پا کوي اغزنې لارې.
هغه څوک دی څوک دی؟
چې د ژمي پر کنګلو
دسپرلو د شنو اوبو سین یې جاري کړ
دغه څوک دی؟ دغه څوک دی ؟
دپېړیو دسرو وینو مینانو ته چې لېږي
دزیتونو د شنو وږو سوغاتونه .
آه.
تاسې یې مه را ښیئ
زه یې پخپله وینم
سپوږمې او لمر او ستوري
ورسره سم روان دي.
سپرلی يې لاره کې ګلونه کري
آه،
زما دزړه پر زنګ وهلی قفل يې
د رڼایئ کونجئ یې واچوله
آه،
تا سو ما وینئ کنه؟
زما له زړه یې دتیارو ګردونه
دلمر د وړانګو د رڼا پر اوبووڅنډلو
زما له زړه یې د اسمان لمنه جوړه کړله
او دسپوږمئ فصل یې
هلته پخپلو لاسو وکرلو
ستورو زما په زړه کې
د پاک الله د جنتونو مستو حورو پورې
دلمر د وړانګو رڼا ګانوسره
درسېدلو سترګکونه وهي.
زه څوک یم؟
زه هماغه یم چې وم؟
نه زه هغه نه یم چې وم
زه اوس ددې د نیا د ژوند او دهغې دنیا دخیر او برکت او فلاحونو
اود ټولو عالمونو د خدای
استازیتوب کومه
زه يم د خدای خلیفه.
هغه رڼا،هغه سپوږمئ او هغه ستوري
هغه ټول ،
زما د خپل مټ محمد دی
چې له تیارو نه یې را وایستلم
اوس به مې بوزي
دعرشونو له پوړیو نه مې وابه ړوي
او ګام په ګام به مشرف کړي ما د خدای حضور ته.
وروستي