له دې وروسته به مجرم په پوزه پېژندل کېږي!!!


ليکنه: نوراحمد عايل
د برتانيې د bathپوهنتون څېړونکي د يوه داسې پوستکالي (سافټ وير) په جوړولو بريالي شوي دي چې کولاى شي د بېلابېلو وگړو هويت د هغوۍ د پوزې د سکېن له لارې معلوم کړي

تر اوسه پورې د خلکو د هويت پېژندلو کې د سترگو د عنبيې سکېن او د گوتې نښه ډېره دود ده چې په بېلا بېلوجنايي او پوليسي څېړنو کې ترې کار اخيستل کېږي، خو د bath پوهنتون څېړونکو څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د بېلا بېلو وگړو د پوزې سکين کولاى شي له پخوانيو دوديزو طريقو ډېر گټور او دقيقتر تمام شي
څېړونکي د پوزې درې اړخه سکين ، او د هغوى د ځانگړنوپه تجزيه کولوسره مجرم پېژني او هم به د پوزې تېره څوکه د پوزې ساقه او د سترگو واټن له پوزې څخه په نظر کې نيسي او ددې ټولو شيانو په نظرکې نيولو سره يې د انسانانو ترمنځ شپږ ډوله پوزې پېژندلې دي.
رومي، يوناني، ايتوپيايي، عقابي، پلنه او څکه پوزه.
دا چې د بدن ددې غړي پټول ډېر مشکل دي ، پوهان په دې باور دي ، چې له دې اسانتيا څخه به په ډېره ښه ،اسانه او دقيق ډول د مجرمينو په پېژندلو کې کار واخيستل شي.