په خوست کې د غږیزو او تصویري رسنیو ترڅنګ لسګونه چاپي رسنۍ فعالیت کوي، چې زیاتره د نامسلکي اشخاصو له لوري چاپیږي، چې د فعالیت رسمي جوازونه هم نه لري او څه یې چې زړه غواړي پکې خپروي یې .
دلته یو شمېر چاپي رسنۍ بیا د محدود وخت لپاره هم چاپیږي چې موخه یې یوازې یو شمېر اشخاصو ته کمپاین کول دي.
کله چې د ټاکنیزو منډو ترړو وخت را ورسیږي ، دلته ورسره جریدې او مجلې هم زور واخلي چې ښه په درز کې کاندید صیبانو ته کمپاین کیږي او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ورته یوازې په رډو رډو ګوري خو له خپل مسولیت خبر نلري .
یو وخت مې پر همدې موضوع شمشاد تلویزیون ته ریپوټ هم برابر کړی و ، چې فسبوک کې له توندو غبرګونونو سره مخ شو.
د کتاب پلورنځي مسولین مې غږولي وو ، چې د نورو ستونزو ور هاخوا کوم ډول مجلې او جریدې ښه خرڅلاو لري ؟
دوی ویلي وو هغه مجلې ښه مارکیټ لري ، چې تر شاه یې د فلمي نجونو تصویرونو خپریږي او سطحي موضوعات ولري .
ددې ترڅنګ دلته یو وخت یوه مجله کې سپي ته مایک ایښودل شوی و او د خبریال خطاب ورته شوی و.
د یوې بلې مجلې پر پښتۍ لیکل شوي وو ، چې د ترکي سریال د فلانۍ مشهورې جلۍ د سکس ویډیو راوتي .
یوه بله مجله ده چې د یوه غټ خیټي هلک تصویر یې پرې چاپ کړی و او لاندې یې ورته لیکلي وو ، چې دا هلک حامل شوی دی .
په ځینو مجلو د حلال شویو انسانانو تصویرونه خپره شوي وو ، چې له رواني پلوه یې خلک اندیښمن کړي وو.
او ....
د ریپوټ په موضوع کې مې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو ته مې هم سر ورښکاره کړی و او د چاپي رسنیو له وضعیت مې خبر کړل ، خو دوی ستونزه نه منله او خپله شله ګي یې غږوله .
یوازې دا نه بلکې که د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لورې چاپیدونکي مجله او جریده وکتل شي او هغه نیمګړتیاوې چې لرې یې باور به ونکړئ چې دا به دوی چاپوي.
له املایي نیمګړتیاوو نیولې تر پښتۍ ډیزاینه به سل ستونزې پکې وګوری.
له پورته لیکلو مې موخه دا ده ، که داطلاعاتو او کلتور ریاست ددغو چاپي رسنیو لپاره پر یوه منظم میکانیزم کار ونکړي او دې برخه کې د خپلسریو مخه ونه نیسي، نه یوازې د مطالعې کلتور ته ضربه رسوي ، بلکې پر چاپي رسنیو به د خلکو باور هم له منځه لاړ شي.
وروستي