د تسنیم په شاعرۍ کې خود کلامي
ریاض تسنیم د روان دور د غزل یو منفرد نوم دی او تر ډېره ځانګړې شاعري لري .
تر کومه چې تسنیم پیژنم ، په شاعرۍ کې ډاډه روان دی او د یوه ځوان زړه څښتن یې بولم .
(زه که دا وارې وده شم ) د تسنیم صیب وروستۍ شعري ټولګه ده ، چې له یاداښتونو سره ، سره رانه کوم چا ... وړې او لیک مې پرې یوه هیله ده .
همدا اوس ( دا کوم رنګ مې کشید کړی ) شعري ټولګه لولم چې لیکلو ته مې ګوتې تخنوي .
تسنیم په دې ټولګه کې زیاتره مخاطبینو ته غږیدلی ، خو ځای ، ځای یې له ځانه هم پوښتنې کړې او ځان ته رامات شوی دی .
که د تسنیم شاعري ښه ورشاربلی شي ، باوري یم ، چې نقادانو ته به بلها نوې زاویې په ګوتو ورشي او د شاعرۍ له ډېرو کمالاتو سره به یې اشنا شي.
کله چې شاعر ځانته ور مات شي او له ټولو سره یې اړیکه وشلیږي نو له ځان سره ګونیږي او خپلو پوښتنو ته پخپله ځواب هم وايي .
دې حالت ته اردو ژبو نقادانو د خود کلامي نوم ورکړی .
تسنیم هم پخپله شاعرۍ کې تر یوه بریده ځان ته ور ګرځیدلی او د ځان خبرې یې ځان ته کړي .
دا نو بیا د یوازیتوب او اذیت وروستی حد هم بلل کیږي
خپلې نارې مې په څپیړو وهي
چې ټولې بندې دروازې چوپ دي
له ځان سره خبرې یا خود کلامي په انګلیسي شاعرۍ کې مقبول ترین صنف دی ، چې په اردو شاعرۍ کې د فیض په نظمونو کې هم تر سترګو کیږي .
دلته که شاعر له ځان سره خبرې کوي او منځ کې یې څوک مداخله هم نشي کولای ، خو ولې هرو مرو کوم پټ مخاطب هم لري ، چې ځان یې بولي او ځان ته په خبرو فکر کوي ، چې هغه ته غږیږي .
نه مې څوک یاد شو نه مې نوم د چا د بام واخیست
تسنیمه !دا ځل مې د ځان په لوري ګام واخیست
د اردو ژبې نقادان وايي خود کلامي زیاتې مرحلې لرې ، وروستۍ یې هغه وي ، چې شاعر ځان ته پخپله ډاډګیرنه ورکوي او خپلې کړنې ورته بې مثاله ښکاري.
تسنیم هم همدې مرحلې ته رسیدلی او لاندې بیت کې کټ مټ ورته حالت بیانوي :
غرونه کنم په کوم شان
افرین دې وي په ما
د شاعرۍ په دې اړخ کې شاعر ته د ځان بدګڼې هم ښې ښکاري او یوه بېله عقیده ورته لري :
ستا نه د درستو خطیبانو دستارونو لوګی
څومره لذت لرې زما د ګناهونو باره
لنډه ده که د تسنیم شاعري ښه ولوستل شي ، د شعر له بلا نوو تخنیکونو یې کار اخیستی ، چې تر ډېره پکې بریالی هم دی .
د اوس لپاره همدومره ...
ساجد بهار /خوست ژمن تلویزیون
وروستي