خپله وم

دلمر زرينې و ړانگې خپلــــــه وم
زمــــادچمـــن گلونه مـــړاوې دي
درڼــــو اوبــــــــو لاره لـــــــــــټوم
د لـــــمر د کـــور په لورې ځـــــــم
چې لږ څـــه روښنايي را وبخښي
چې لږ څه توان د الوتنې را کړي
چې د یوازیتوب له تيارو آزاد سم
او د رحمت د باران خبرې راته وکړې
چې د ويښو طوپانو ځغلنده فرياد سم
دانسانې گډو اندېښنو په کاروان کې
په سفر کــــې د زمان ځلــــــنده رڼا سم
د ذهنيتـــــــونو په تاريکــــــــو کې
په لـــــــويه لاره د امــــــــيدونو
د لمر زرینې و ړانگې لټوم
دلمر زرینې و ړانگې لټوم