لوګر کې شاوخوا دوه سوه زره ماشومانو ته د پولیو واکسین پیل شو.


یاد پروګرام نن لوګر ولایت کې د لوګر والي په مشرۍ پیل شو، چې په کې له کابله راغلي میلمه، د ملي ثبات ټولنې مشر ضیاالحق امیرخيل، دولایتي شورا منشي عدالت عمر عبدالرحیمزي، د عامې روغتیا ریاست کارکوونکو، مدني ټولنې غړو او خبریالانو برخه اخیسته وه.
لوګر والي د ملي ثبات ټولنې مشر څخه مننه وکړه چې په دغه پروګرام کې یې برخه واخیسته، ښاغلي فدايي یاد پروګرام مهم او ملي وباله او له خلکو یې وغوښتل چې خپل ماشومان د پولیو له واکسین څخه بې برخې نکړي.
ورپسې ضیاالحق امرخیل خبرې وکړې او ویې ویل، پولیو یو بد مرض دی چې له نیکه مرغه افغانستان کې د پولیو مرض ارقام کم شوي دي.ده همداراز له ټولو رضاکارانو مننه وکړه چې دغه نیک پروګرام کې یې ګډون کړی دی. 
د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست او د کتلوي معافیت ادارې لخوا د مني موسم په لمړي پړاو کې د زمري میاستې له (۲۳) مې تر (۲۷) مې نیټې د پولیو واکسین پیل شو چې شاوخوا دوه سوه زرو ماشومانو ته به تطبیق شي .
دغه واکسین د ۶۹۴ رضاکارانو په مرسته (۱۳۰۱۱۳ )یو لک او دیرش زره یوسل او دیارلس ، تنو نوي زېږېدونکو څخه تر پنځه کلنۍ پورې، او کپسول به یې (۱۱۷۱۰۲) یولک او اولس زره یوسل او دوه تنو شپږمیاشتنیو ماشومانو څخه تر پنځه کلنو لپاره تطبیق شي.
د غونډې په پای کې د کمپاین برخه والو د هیواد ټولو ماشومانو ته د بشپړې روغتیا دعا وکړه.