آریانا سعید کابل ته راغلې خو په مرګ ګواښل شوې

 افغان دولت د زمري میاشتې  اته ویشتمې نیټي جشن نمانځنې لپاره، له څو ورځو راپه دېخوا ترتیبات نیسي. همدارنګه په هېواد کې ګڼ شمیر هېوادوال هم د خپلواکۍ ورځې ته په بېلابېلو فکرونوکې دي.
بل خوا په دې ورځو کې، په هېواد کې د ملایانو او یوې سندرغاړې اغلې آریانا سعید تر منځ ناندریو هم زور اخیستی دی.
آریانا سعید په هېواد دننه او بهر ډیرې سندرې کړې دي، چې له همدې امله یې په ځانګړې توګه مینوال خپل کړي دي؛ هغه اوس له لندن نه کابل ته راغلې، چې د خپلواکۍ جشن په اړه خپلې نوې سندرې وکړي.
ددې تر راتګ وړاندې په افغانستان کې مولایانو ګواښ کړی و، چې آریانا سعید دې کابل ته نه راځي او دوی به یې هم هېواد ته پرېنږدي.
مولایانو هېواد ته د اریانا نه پرېښودلو دلیل دا په ګوته کړی، چې سعید په بهر کې دوه میاشتي وړاندې په کسنرټ کې بربنډه را څرګنده شوې وه. د مولایانو په وینا چې هغې د اسلامي اخلاقو بر خلاف لباس اغوستی وو؛ له همدې کبله، هغه وخت هم آریانا تر سختو نیوکو لاندې راغلي وه.
آریانا سعید له نیوکو سره ـ سره کابل ته راغلې او وایي، چې په جشن کې به نوې سندې وکړې.
آریانا چې په کومو جامو کې په بهر کې کنسرټ ورکړی و، هماغه یې وروسته بیا و هم سوځولې.