د کانکور ازموینه که د ځوانانو ځورول؟

اېمل افغان
څرګنده خبره ده چې نن ورځ په هېواد کې افغان ځوانان د کار د نشتوالي اوهم د زده کړې له لوی نعمت څخه بې برخې دي، هغه په دې مانا سره چې کله زموږ اکثره ځوانان له ښوونځي څخه فارغېږي نو هغوی د خپلو زده کړو د لوړولو لپاره غواړي، چې په هېواد کې د ننه د کانکور ازموینه ورکړي، نو د ازموینې د ورکولو په نتیجه کې د زده کوونکو شمېر ډېر زیات وي او د لوړو زده کړو وزارت دا په غاړه نه اخلي چې دغه خوران په پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو لپاره جذب کړي ځکه دغه د نمرو او یا کامیابېدو کوم معیار او اندازه چې دوي ورته ټاکلې ده، نو هغه متاسفانه چې دغه زده کوونکي په ننیو شرایطوکې نشي پوره کولای نوهماغه ده ، چې په نتیجه کې هغه ناکام اعلان شي ، چې له یوې خوانه د زده کوونکي په ذهن باندې ډېره بده اغېزه کوي او له بلې خوانه د هغه یو کال وخت هم په داسې بدو او سختو شرایطو کې ضایع شي.
خو زه بیا وایم چې د زده کوونکو د نه جذبولو په اړه ډېر زیات علتونه اوستونزې موجودې دي چې له یوې خوانه د پوهنې وزارت په اوسنیو شرایطوکې ونشوکولای چې دغه زده کوونکي او هم یې ښوونکي په ښه ډول سره تربیه کړي وای چې هغوی په خپل استعداد سره دغه نمرې پوره کړې وای.
اوله بلې خوانه د لوړو زده کړو وزارت ونشو کولای چې د افغان ځوانانو لپاره یې د لوړو زده کړودولتي موسسې نورې هم فعالې کړې وای نو هماغه ده چې زموږ د هېواد اکثره ځوانان د وزګارې نه په خپلو کورونو کې شپې او ورځې سباکوي او هغه ځوانان چې د هغوی اقتصاد ښه ده هغوی یې کومه پرواه هم نه کوي نو ځي بېغیرد کانکور له ازموینې نه په شخصي پوهنتونونو کې داخلې کوي چې خپل وخت هم ضایع کوي اونه به څه هم زده کړي ځکه ما ډېر داسې شخصي پوهنتونونه په هېواد کې ولیدل چې د هغوی هدف صرف او صرف پیسې ګټل وو نه ده یو افغان ځوان تربیه کول.
خوزه بیا دغه ټوله پړه او ملامتي په افغان حکومت او د لوړو زده کړو په وزارت باندې اچوم.
ځکه که چېرته موږ فکروکړو اودا فیصله د لوړو زده کړو وزارت له ځان سره وکړي او ووایې چې د دغو شخصي پوهنتونو نو اجازه زه ورکوم نو دغه شخصي پوهنتون به دومره استادان له کومه کړي هغه استادان چې ماسټران وي او یا دوکتورا ګانې یې په یوه څانګه کې راوړې وي چې دوي بیا وکولای شي دغه زده کوونکي په ښه شان سره تربیه کړي داچې دولتي پوهنتون په ډېرو امکاناتو او استادانو په لرلو سره تربیه نکړل نو دوي به دغه خواران څنګه تربیه کړي خو هسې څلورکاله وخت تېرول دي چې دوي ورباندې دا څلورکاله تېروي تش په نامه پوهنتون کې.
موږ ځوانان بیا د لوړو زده کړو وزارت او افغان حکومت نه داهیله کوو چې دوي باید ددغه سې بې سوادې او یوازې او یوازې د دې تجارت مخه ونیسې داسې تجارت چې زموږ د ځوانانو په تربیه باندې دوي پیل کړی دی او موږ ته وایې چې پوهنتون ده خو باور په لوی خدای وکړې چې هیڅ هم نشته.
ځکه داخبره خو یوازې ماته ډېره بې مانا او بې ګټې ښکاره شوه چې موږ په هېواد کې د لوړو زده کړو په نامه یو وزارت اوپه څنګ کې یې پوهنتونونه لرو نو بیا څه ضرورت ده چې شخصي پوهنتونونه دې جوړشي.
په اخېر کې موږ له افغان حکومت او د لوړو زده کړو له وزارت نه داهیله کوو چې څومره ځوانان چې د هېواد په دننه کې زده کړې کوي باید هغه د کانکور په ازموینه کې هغوی ته د کامیابېدو چانس ورکړل شي چې له یوې خوانه وکولای شو ځوانان مو له وزګارتیا نه په امن کې شي او له بلې خوانه دوي خپلې زده کړې سرته ورسوي ځکه په افغانستان کې ډېرې زیاتې پیسې په مصرف باندې ورسېدلې نو پکار ده چې لوړې زده کړې نورې هم زیاتې کړې او که چېرته یې نشي کولای نو بیا ضرور ده چې بیخې د لوړو زده کړو د وزارت او د پوهنې د وزارت نوم د افغانستان له وزارتونو نه لرې کړې اویا دې ورباندې د شخصي وزارت نوم کېدي.