
یه د جګړې د هېواد ښکلې څېرې!
د زړه له درده په خندا شې جلۍ
په ستړې ساه د ورځې پیښې وایې
د ټلوېزیون پر سکرین چې راشې جلۍ
...
یه د جګړې د هېواد ښکلې څېرې!
د ورځې پیل دې پر چاودنو کیږي
د فسبوک وال دې پر مرګ ژوبلو ډک وي
او ماښامی دې پر ویرنو کیږي
...
یه د جګړې د هېواد ښکلې څېرې
دا څه مهال دې پرېشانه وینم
د انسټاګرام عکسو کې مړاوې ښکارې
او له مسلکه دې پېښمانه وینم
...
یه د جګړې د هېواد ښکلې څېرې!
پوهیږم ستړې یې خو ژوند تېروې
له زهرو ګوټ کوې، ګامونه اخلې
پراته خوندونه ښه په خوند تېروې
...
یه د جګړې د هېواد ښکلې څېرې!
تسلیمه نه شې ژوند ته غاړه ورکړه!
له دې حالاتو سره وجنګیږه
یوه تلپاتې خوند ته غاړه ورکړه
...
یه د جګړې د هېواد ښکلې څېرې
د زړه له درده په خندا شې جلۍ
په ستړې ساه د ورځې پیښې وایې
د ټلوېزیون پر سکرین چې راشې جلۍ
ساجد بهار