د منچسټر یونایټېډ لوبغاړي فلني په زړه پورې انځور زیات خپور شو

د انګریزانو د منچسټر یونایټېډ فوټبال ټيم بریدکوونکی لوبغاړی مراوان فلني، چې لوړه ونه او ګوړګيتي (چنګ چنګي) ويښتان لري، په يوه وروستۍ لوبه کې يې په زړه پورې انځور اخيستل شوی، چې په زیاتو ټولنیزو رسنیو کې خپور شو.
دا انځور په داسې مهال اخيستل شوی، چې د ده پر صورت باندې یو کلک توب لګيدلی او د ده د مخ جغرافیه يې ګډه وډه کړې ده.
د نوموړي دا انځور دومره زیات خپور شو، چې بالاخره دی هم کومنټ کولو ته مجبور شو او له ټولو نه يې مننه وکړه.