داسې پرېنټر جوړشوى چې رنگ نه خوري!!!


ليکنه: نوراحمد عايل
دا پرېنټر چې تر اوسه پورې لابازار ته نه دى راغلى د رنگ پر ځاى د پينسل له دننې مغزڅخه کار کوي، يانې دا چې که چېرې مات ، وړوکي او ياهم روغ پنسلونه لرئ د چاپ دې ماشين ته يې ورواچوئ،نو ستاسې د پنسل پوښ او لرگى به جدا او د پنسل له دنننې مغزڅخه به د کارټرېج په توگه استفاده وکړي.
په زړه پورې خبره پکې لا داده ،چې داخلي پاک کوونکى هم لري چې کولاى شي يومتن په بشپړ ياهغه ځاى چې ته يې وغواړې پاک کړي، چې د کاغذ د ډېر لگښت او په پاى کې د ونو د ډېرې پرې کېدا مخه هم ونيسي.