تر مرک وروسته ژوند!؟

په دی ټول پوهیږو چې یوه ورځ به له دی فانې دنیا څخه ځو·مرګ یو راتلونکي حقیقت ده، چې هر سااخستونکي موجود به دمرګ مزه څښي.  مونږ په دی حقیقت سترګی پټي ساتلي  دی، ،هغه چې تر مرګ ټیټ واقعتونه دی له هغو ویرېږو، اودمرګ په حقیقت ځانونه نه خبره وو! دمرګ حقیقت باید ومنو، او داهم باید ومنو چې وروسته له مرګه زمونږ ژوندې نښانونه به هغه یادونه وی چې مونږ دحقیقت په بنا کړي وی·په ضمن کې یې داهم یاد وساتو چې زمونږ دکشرانو دروند مسؤلیت وروسته له مرګه به یو ژوندې حقیقت وی، خو دابه وروسته معلومیږی چې مونږ دغه دروند مسؤلیت څنګه اداء کړي ده ،ایا خداي مکړه همدا ژوندې حقیقت مو له ځانه سره مړ قبر ته وړي او که مو دلته ژوندې پرېښودي ده.  که غواړو دیادونو یاد ژوندې وساتو، باید دکشرانو تعلیم اوتربیې ته ځانونه وقف کړو، دکشرانو سالمه روزنه وکړو، په اندونو یې معاصر کار وکړو، چې وروسته له مرګ زمونږ یادونه همدغه قشر راته ویاړلې وساتې.   خوشبخته به وی هغه پلار چې د اولاد تربیه تر خوړلو اوڅښلو وروسته دوهمه فرضیه وګڼي، د یو وخت ډوډۍ نه وخوري، او د یو وخت د ډوډۍ په مصرف د اولادنو تربیه اوتعلیم  وکړي.  ټولو افغانانو ته می دا پیغام ده چې د کشرانو تعلیم اوتربیې ته مسؤلانه وږه ورکړي، چې په ترڅ کې به یې وروسته له مرګه ژوندې یاد پاته شي، او هم به یې دوطن په ودانولو کې رغنده رول لوبولي وي، چې همدا به یې هم  وروسته له مرګه ژوندون وی.