دعيسوي پيشوا ۲۲ پوښتنی اود مسلمان يوازي يوه پوښتنه !!!

 
۲۲ پوښتنی
يوه عيسوي له خپل مسلمان ملګري څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې لده سره کليسا ته ولاړ شي ، او د دوی د عيسوي پيشوا درس ته غوږ کيږدی ، او خپل نظر يې په هکله ورته په ګوته کړئ ، د دير اصرار نه وروسته مسلمان ورسره ومنله او د ده سره کليسا ته ولاړ، د درس په پيل کې عيسوي پيشوا وويل : په تاسو کې يو محمدي ( مسلمان )هم شته دي ، مسلمان ولاړ شو او ور څخه يې وپوښتل چي تاسو څرنګه پوه شوی ، عيسوي پيشوا ورته وويل : سيماههم في وجوههم نښي يې په مخونو کې دي ! مسلمان ورته تبسم وکړ ، عيسوي پيشوا ورته وويل : زه ستا نه دوه ويشت پوښتنې لرم ، او دا زما پوښتنې دي :
۱-هغه يو څه شی دئ چي دويم نلري ؟
۲ـ هغه دوه څه شی دي چې دريم نلري ؟
۳ـ هغه درې څه شی دي چې څلورم نلري ؟
۴ـ هغه څلور څه شی دي چي پينځم نلري ؟
۵ـ هغه پينځه څه شی دي چې شپږم نلري ؟
۶ـ هغه شپږ څه شی دي چې اووم نلري ؟
۷ـ هغه اووه څه شی دي چې اتم نلري ؟
۸ـ هغه اته څه شی دي چې نهم نلري ؟
۹ـ هغه نهه څه شی دي چې لسم نلري ؟
۱۰ـ هغه لس څه شي دي چې زياتيږی ؟
۱۱ـ هغه يولس څه شي دي چې دولسم نلري ؟
۱۲ـ هغه دولس څه شيان دي چې ديرلسم نلري ؟
۱۳ـ هغه ديرلس څه شيان دي چې څورلسم نلري ؟
۱۴ ـ هغه څه شي دي چې نفس (سا ) اخلي خو روح نلري ؟
۱۵ـ هغه کوم قبر دي چې راتلونکي ته يې خوشحاله شوي دي ؟
۱۶ ـ هغه څوک دي چې درواغ يې وويل او جنت ته ننوتل ؟
۱۷ ـ هغه څه شي دي چې الله خلق کړي دي او غندلي يې دي ؟
۱۸ ـ هغه څه شی دي چې الله تعالی پرته له پلار او مور څخه پيدا کړئ دی ؟ ۱۹ـ هغه مخلوق کوم دئ چې له اور څخه پيدا شوئ دئ ، او څوک په اور باندي هلاک شوي دي ، او څوک له اور څخه ژغورل شوي دي ؟
۲۰ـ هغه څوک دي چې له تيږي نه پيدا شوي ، او په تيږه هلاک شوي ، او د تيږي پذريعه ساتل شوي ؟
۲۱ ـ هغه څه شی دي ،چې الله پيدا کړي او عظمت يې ياد ورکړئ دی ؟ ۲۲ـ هغه کومه ونه ده ، چې دولس څانګې لرئ ، په هره څانګه کې يې ديرش پاڼې دي ، او په هره پاڼه کې يې پينځه ميوې دي ، درې يې په سيوره کې اودوي يې په لمر کې ؟
نو مسلمان په ځان باندي له باور څخه ډک تبسم وکړ او دالله تعالی په نامه يې پيل وکړ :
۱ـ الله تعالی هغه يو دئ چي دويم يې نشته .
۲ـ او هغه دوه چې دريم نلري شپه او ورځ دي .( وجعلنا الليل والنهار آيتين ) ۳ ـ او هغه درئ چې څلورم نلري هغه د موسی عليه السلام عذرونه دي چې خضر عليه السلام ته وړاندي کړي دي ، په کښتۍ کې سوری کړل ، د هلک وژل ، او د ديوال جوړول .
۴ـ او هغه څلور شيان چې پينځم نلری ،هغه قران کريم ، انجيل ، زبور او تورات دي .
۵ـ او هغه پينځه شيان چې شپږم نلری ، هغه پينځه لمونځونه دي .
۶ـ او هغه شپږ چې اوم نلری هغه سپږ ورځي دی چې الله تعالی پکې آسمانونه پيدا کړی دي .
۷ـ او هغه اووه چې آتهم نلری هغه اووه آسمانونه دی چې اتم نلری .
۸ـ او هغه اته چې نهم نلری هغه د اللله تعالی د عرش پورته کونکی دي . (ويحمل عرش ربك يومئذٍ ثمانية )
۹ـ او هغه نه چې لسم نلری ، هغه دموسی عليه السلام معجزې دی ، (العصا ، اليد , الطوفان , السنون , الضفادع , الدم , القمل , الجراد , شق البحر ) لکڼه ، لاس ، توفان ، کالونه ، څنګښي ، وينه ، سپږي ، مولخونه ، د سمندر څيرول ، .
۱۰ـ او هغه لس چې زياتيږی هغه حسنات دی . (من جاء بالحسنة فله عشرة أمثالها والله يضاعف الأجر لمن يشاء ) څوک چې يوه حسنه راوړی ده لره د دې يوه حسنې په څير لس نوري حسنی دی ، الله تعالی څو چنده کوی اجر دهغه چا چې غوره يې وګڼي .
 
۱۱ـ او هغه يوولس چې دولسم يې نشته ، هغه د يوسف عليه السلام وروڼه دی .
۱۲ـ هغه دولس چې دير لسم نلری ، هغه د موسی عليه السلام معجزه ده ، ( وإذا استسقى موسى لقومه فقلنا اضرب بعصاك الحجر فانفجرت منه اثنا عشر عيناً ) کله چې موسی عليه السلام د خپل قوم لپاره استسقا وکړه ، نو مو ورته وويل : چې ووه په خپله لکڼه باندی تيږه له هغه تيږی څخه دولس چينی منفجری شوی .
۱۳ ـ او هغه ديرلس چې څورلسم نلری ، هغه ديوسف عليه السلام وروڼه او مور او پلار دي .
۱۴ ـ او هغه څه چې تنفس کړی او روح نلری ، هغه سهار دی .
۱۵ ـ او هغه قبر چې راتلونکی ته خوشحاله شوي ، هغه نهنګ دی چې يونس عليه السلام يې تير کړئ ؤ .
۱۶ـ او هغه کسان چې درواغ يې وويل او جنت ته ننوتل ، هغه د يوسف عليه السلام وروڼه دی .
۱۷ ـ هغه څه چې الله تعالی خلق کړئ دی او ناوړه يې ګڼلی دي ، هغه د خره غږ دی .
۱۸ – او هغه چې پرته له مور او پلار څخه پيدا شوی دی ، هغه آدم عليه السلام ، او د نوح عليه السلام اوښه ، او د ذبحي پسه ، او ملايکې دي .
۱۹ ـ او هغه چې له اوره پيدا شوی ، هغه ابليس لعين دی ، او څوک چې په اور وژل شوی دی هغه ابو جهل دی ، او څوک چې له اوره ژغورل شوی دی ، هغه ابراهيم عليه السلام دی .
۲۰ ـ او هغه چې له تيږي پيدا شوي دي ، هغه د صالح عليه السلام اوښه ده ، څوک چې په تيږو وژل شوی دی ، هغه اصحاب الفيل دی ، او څوک چې د تيږی په ذريعه ساتل شوي دي ، هغه اصحاب الکهف دی .
۲۱ – او هغه څه چې الله تعالی پيدا کړي او عظمت يې ښولی ، هغه د ښځو کيد (مکر ) دی ( ان کيدهن عظيم )، يقينا چې د دوي مکر عظيم دی .
۲۲ ـ او ونه ، هغه کال دی چې دولس مياشتی لری ( غصنا ) او ديرش ورقي هغه ورځی دي چې په يوه مياشت کې وي ، او پينځه ميوی عبارت دی له پينځه لمونځونو څخه : دری يې په سيوره کې سهار ، ماښام ، ماسختن . او دوه په لمر کې ماسپښين او مازديګر دی .
دا دې مسلمان ځوابونه ؤ چې د عيسوي پيشوا او حاضرينو د تعجب وړ شول ، خوله عيسوي پيشوا نه مسلمان يوازی يوه پوښتنه وکړه او هغه دا چې د جنت کلی څه شي کيدی شي ؟ عيسوی پيشوا ځواب ورنکړئ شوئ ، خو دحاضرينود دير اصرار له امله يې بايد ځواب ويلی وی ، نو د امنيت غوښتنه يې وکړه ، ځکه چې ځواب يې ( أشــــهد أن لا إلـه إلا الله وأن مــــحمدا رســـــول الله ) ؤ، نو عيسوي پيشوا او ورسره ټولو حاضرينو ايمان راوړ او مسلمان شول ، وګوري په الله تعالی باندی باور او اعتماد څومره لوی دی .

ژباړه : عبدالرحمن فرقاني