چی پرون يې په حرم کې موږه هم په کاڼو ويشتو
نن هغه سر په ميخانه کې له دروازې سره وهي
دې ظالم جهان کې زړه ورکول کفر دی جانانه
خو پښتانه د يوه بل سر د ېوی کيسې سره وهي
د کومه غمـــــه درته ووايم چا سره به ژاړې
ځوانی جنډی زموږ د چم له هديری سره وهي
دا فتوی چې د جهاد ورکوي څوک زمـــــا وطن کې
دوی خپله څنګ په څنګ جومات له ميخانې سره وهي
د پښتو او پښتون عشق په خاطر ځکه نن( پرديس) خو
د ژوند مـــزل د انتظار هــــــرې شيبې سره وهي
هلمند پرديس
اوکراين – ادېسه
وروستي