خوست کې د ملاریا ناروعي زیاته شوې

د عامه روغتیا وزارت ویلي و، چې دوی د ملاریا ناروغۍ په لمنځه وړلو کې بریالي دي، خو لا اوس هم په افغنستان کې یې ډیرې بېلګې شته. 
ښکاره بېلګې یې د خوست، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونه دي، چې د ملاریا ناروغي پېښې په کې تر نورو ولایتونو ډيرې ثبت شوي دي. 
په خوست چارواکو ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۵ زره تنه وګړي په یادې ناروغې شته دي.
د خوست ولایت روغتیايي مسوولین وایي، چې ځاځي میدان، علیشېر، اسمعیل خېل مندوزي ولسوالۍ او مرکز د ملاریا ناروغۍ له جدي ګواښ سره مخامخ دي.
بل خوا په دغه ولایت کې له ملاریا پر وړاندې د مبارزې مرکز مشر ډاکتر ګلاب جان منګل ويلي، چې په خوست کې ملاریا تر هغو نه کمیږي، چې ترڅو په خلکو جالۍ(پشه خانې) ونه ويشل شي.
نوموړي نمجنه هوا، ولاړې اوبه او د وګړو ډېروالی د یادې ناروغۍ لاملونه وښوول.
په خوست کېد ملاریا ناروغي په میاشت کې  سلګونه پېښې ثبت کېږي، خو د مسوولینو په باور، چې دوی تر اوسه پورې د مړینې کومه شمیره نه دې ثبت کړې.