په کورکمنو باندی د سرطان درملنه کېږي

 سرطاني ناروغیو ډيرې خطرناکې دي. ډير وخت ورته درمل هم نه پیدا کېږی، خو اوس ثابته شوې، چې هر ناروغي څه نا څه درمل بري.
د سرطاني ناروغیو یوه لویه ستونزه دا ده، چې د درملنې پر مهال ځینې سرطاني حجرې د وړانګو په وړاندې مقاومت پیدا کوي.
اوس هندي ساینسپوهانو دا ثابته کړې، چې څرنګه سرطاني حجرې د وړانګو په وړاندې مقاومت پیدا کولی شي او دغه حجرې بیا په کورکمنو باندې تداوي کېږي.

دا چې سرطاني حجرې یو ځل د وړانګو په ذریعه مقاومت ترلاسه کړي، نو وروسته له هغې یو شمیر نورې حجرې زیږیږي، چې هغه د سرطاني ناروغیو لرونکې وي.

ویل کېږي، چې د ساینټیفیک ژورنال د راپور له مخې، د هندي څېړونکو د ډلې مشر پروفیسر بهودیف سي په دې اړه داسې ویلي دي: "موږ د سرطان د موثرې تداوۍ لپاره له کورکمنو څخه په استفادې یوه لار موندلې او تمه ده چې په راتلونکي کې په دې طریقه ډېر ناروغان درمل شي."
پخوا به ډير وګړي له سرطاني ناروغیو مړه کېدل مګر اوس طب دا ښودلې ده، چې څوک په سرطاني ناروغیو ککړ شي نو بیا ژر تر ژره درملنه وکړي او له دغه ډول ناروغیو ځان وژغوري.