
لیکوال یا لیکونکی د ولس په غوښتنه نه، بلکې د ولس په تمه هغه څه وړاندې کړي، چې ولس او ټولنه دواړه ورته اړتیا لري. لیکونکی د ټولنې لپاره سترانځور اخیستونکی ده، چې د ولس او ټولنې دردونه، واقعیتونه غوښتنې، فکرونه او نور موضوعات په مختلفو زاویو کې په انځورونو کې رانغاړي او انځور کوي یي.
د اړتیا په صورت لیکونکی لومړیتوب په ټولنه کې هغه ولسونو ته ورکړي، کوم چې په دردونواو ستونزو اخته او یا له نورو عملونو رنځ وړي.
داچې لیکوال په کوم ډول د ټولنې لوړې او ژورې په خپلو لیکلو کې ځای پر ځای کوي، هغه دخپل لیکوال مهارت او وړتیا ده، چې لوستونکي د لیکنې سر تر پایه پارګرافونو ته ځیر او خپله تنده پرې ماته کړي.
اوسني ځیني لیکوالان شته چې لیکنې کوي او د لیکنو طرز يې د پخوا لیکنو چې ډیر يې توصیفي لیکنې وې هغه بیا ځلي تکرار وي او دا چې لیکنه باید پرهغه موضوع را وڅرخي، چې له سرلیک سره تړاؤ او ګټور پیغام خلکوته ورسوي،لکه چې یادونه وشوه؛ اوسني نوي لیکوالان کوښښ په دې کوي، چې لیکنه په ډیر تيزۍ سره خلکو ته وړاندې کړي او دکاغذ مخ ډک کړي، نو باید لیکوال له حده زیات کوښښ وکړي، چې د لیکني ټول قواعد او اصول په پام کې ونیسي، ترڅو لیکنه يې د لیکوالي په چوکاټ برابره وي.
ښه لیکنه هغه لیکنه ده، چې د خلکو، ټولنې دردونه، ستونزې، فکرونه، وړاندیزونه او ...پکې انځور شوي وي؛ ځانګړي پیغامونه په لنډو غونډلو(جملو) کې خلکو ته په ښه ډول افاده کړای شي. دهرې ژبې لوستونکو ته باید لیکنه په ساده تورو او غونډلو سره وشي، ځکه زموږ په هېواد کې ټول ولسونه د سواد له نعمته ندې برخمن شوي، خو لیکوال د خلکو په ژبه لیکنې وکړي. سمه ده، چې ډیري لوستي کسان به د معتبرو لیکوالو لیکنې لوستلای او په مفهوم يې پوهیدلای شي، نو باید چې دټولنو دخلکو وړتیاوې، تعادل او برابري په نظر کې ونیول شي.
لیکنه باید ساده وي، دومره ساده نه چې لیکوال دخلکو په ذهن کې یو قسم را تاو شي، چې ګوندې لیکوال پر هیڅ څه نه پوهیږي، هدف دې ساده لیکنو داده، چې موضوع ښکاره، په اړونده موضوع څرخیدل، د سقیلو (سختو) وییونو(لغاتونو) څخه ډډه او لیکنه لنډه وي، خو داسې لیکنه چې ټولې موضوعګانې راخیستل شوي وي او د لوستونکو پر ذهنونو چې کومې پوښتنې را ګرځوي هغه ټولو ته ځواب په کې ویل شوی وي. یعنې په لیکنه کې د ولس ژبه نغښتي وي.
لیکوال کوښښ وکړي، چې دیوې موضوع په غوره کولو کې برلاسی او پوره معلومات ولري، د لیکنې پر وخت ورته کومه ستونزه پیدا نشي، ځکه د لیکلو پرمهال لیکونکي ته چې کومه ستونزه په غوره شوي موضوع پیدا شوه، نو بیا دلیکنې تر اغیزې لاندې راځي او ذهن يې بل لورې ته بیایي. لیکونکی د ورځني مهال ویش په جدول کې مطالعه او لوست ته ډیر ځای ورکړي، تر څو دمطالعې له لارې معلومات راټول اوپرې لیکنې وکړي.
که لیکوال مطالعه او لوست ونه کړي، نو دیوې دایرې په شان به بند پاتې وي، په دومره معلوماتو به لیکنه وکړي، چې نور له دایرې ها خوا ور وړاندې کیدای نشي؛ نو اړینه ده، چې لیکوونکي د لیکنو تر څنګ مطالعه ډیره ولري او موضوع په سم ډول خلکوته رسم کړي.
که دلیکوالي لیوال یاستئ، نو قلم ته لاس کړئ ولیکئ او ولیکئ وروسته په کې سمون او اصلاحات راولي او بیا يې په پوره غور ولولئ، کله چې مو ولوسته نو بیا هم په کې سمون راوستلای شي او له هغې وروسته له ځان سره خپله لیکنه وساتئ او د پوهنتون استاد اویا یو لیکوال ته يې وروښايئ، کله چې هغه ولیده، نو خپلې لومړنۍ لیکنې سره سر ورکړئ، ستاسو دلیکنې غښتلي او ضعف ټکې ښکاره کوي او له دې سره لیکوال ځان جوړلای شي؛دې پروسې ته تر ډیر وخت دوام ورکړئ، کله چې ستاسو زړونه د لیکنې څخه تور شول نو اړتیا نشته چې ولیکئ، خو د یو کم وخت لپاره دمه وکړئ، چې ستاسو ذهن آرام واخلي او کله چې بیا ستا لیکوالي ته تنده راغله ژر ترژره پرې ودانګئ او لیکنې وکړئ.
ښوونیز، ټولنیز، دیني او ورځني مضمونونه زیات ولولئ، ددې ترڅنګ کوښښ وکړئ، چې داسې یوه موضوع ځان لپاره غوره کړئ، چې څيړنیزه بڼه ولري، نو څيړنیز موضوع ستاسو لیکوالي ته نورهم جذابیت او ستاسو کارونو ته خلاقیت ورکوي، ښه داده، چې څیړنه مو له کتابونو، انټرنیټ، لرغونو سیمو، تاریخي ځایونو، او دخلکو ویناو څخه پیل کړئ او له یادو نومونو څخه لوست، لیدنه او اوریدنه ترسره کړئ، خو سرچینه باید د لیکنې په پای کې ولیکل شي.
په لیکنو کې بیا ځلي (تکرار) باید نه وي او لیکنې هم له يوې او بلې لیکنې سره د پیغام په لیږد کې ورته والی (مشابهت) ونه لري. که موضوع یوشان یا له بلې موضوع سره اړیکیت ولري؛ ښه داده، چې هماغه موضوع په یوې لیکنې بسنه وشي.
لیکونکی باید دټولنې درناوی ولري، په لیکنه کې هغه څه ورزیات نه کړي، چې د همغې ټولنې ناوړه رسوم یانې خپلو خلکو د خپلې سیمې سپکاوي یو بل ته کړی وي. کوښښ دې وکړي، چې لیکنه په دې قسم پیل کړي، چې د ټولنې ولسونو ته انځوریز پیغامونه وروبښي، ترڅو ټولنه له ناوړو دودونو څخه وژغورل شي.
لیکوال ته اړینه ده، چې دخپل هیواد، ټاټوبې اوسیمې ملي ګټې په پام کې ونیسي، دهیواد دقومونو ولسونو ته پوره پوره درناوی ولري او لیکوال نباید په یو لورې ځان وتړي، ځکه بیا هغه لیکوال کیدای نشي او د لیکوالي ټول اصول او مفردات د پښو لاندې کوي.
لیکوونکی دځان د مشهورتیا په خاطر لیکنې ونه کړي؛ پریږدئ د لوستونکو پریکړو ته، چې دوی څه وايي. د لوستونکو په زړونو کې څومره محبوبیت پیدا کوئ او هغه لیکنې په ټولنه کې څه بدلون او اغیزمنتیا راوستلای شي نو مشهور لیکوال ځان پخپله ښکاره کوي، لیکنې يې په ګرامري، لیکوالي او ادبي قواعدو ولاړې وي او لوستونکي په دې تمه ناست وي، چې د پلانکي لیکوال لیکنې به کله خپره شي، چې څه يې لیکلي که څوک څومره زیاتې لیکنې وکړي، نو د لیکوالي او د ګرامري اوصولو په برخو کې ستونزې لیدل کیږي او وي.
هغه لیکنې بیا هیڅ پرخلکو اثر نه کوي اونه هم لوستونکي لري، چې دهغه لیکوال لیکنې ولولي
اثر لرونکي لیکنې کله چې د لوستونکي سترګي د پوخ او پیاوړې لیکوال په نوم ولویږي، نو دهماغه لیکوال لیکنې سر تر پایه په آرام فکر لولي او مفهوم ورڅخه اخیستلای شي، چې په ورځنیو چاروکې لوستونکي هم ورڅخه ګټه پورته کوي.
اوسني لیکوالان چې دلیکنو پر پل يې قدم ایښې هغوی ته یادونه کیږي، چې علمي او څیړنیزو لوست او مطالعې ترڅنګ زیار وباسي، چې د پیاوړو لیکوالانو لیکنې دې هم ولولي، تر دې چې د لیکنو طرز او بڼه يې جوړه شي ، نو ښه دا ده، چې که ښه او تکړه لیکوال له ځانه جوړه وئ، باید مطالعې او لوست ته ډیره پام ور واړه وئ، ادبي او فرهنګي ناستو کې ګډون وکړئ، څه زده کړئ او خپلې لیکنو کې ځای پر ځای کړئ، چې بیا هغه وخت لیکونکي کیدای شو، چې د لوست له لارې څه چې مو زده کړي وي، پوره برلاسی پرې ولرئ او لیکنه پرې وکړئ.
.