په روژې کې دبیوزلو لاسنیوی د روژتي مهمه خاصه ده

روژه په کال کې یومیاشت پرمسلمانانوفرض شوې، چې داسلام پنځوبناووڅخه درېیمه بنا ده، په دغه مبارکه میاشت کې پرحضرت محمد (ص) قران عظیم الشان نازل شوی او قرآنکریم د بشریت له پاره آسماني لارښود کتاب دی، چې په کې د امر او نهی احکام، پندونه عبرتونه، موعظې، حکمتونه او قصص ټول شامل دي.

الله تعالی په سوره بقره کې فرمايلي دي: اې دايمان خاوندانوپه تاسو روژه فرض شوې ده، لکه څنګه چې له تاسومخکې قومونو(يهودو اونصاراو) باندی فرض کړ شوې وه او دا ددې لپاره چې تاسې پرهيزګار اوسئ اودالله نه ووېرېږئ.

څنګه چې روژه بختوره میاشت ده، نو هرمسلمانانوته لازم ګڼو، چې دروژې په میاشت کې دبیوزلو کورنیوسره مرستې وکړي،ځکه روژه خلکوته دخیر رسولو او مرستوکولومیاشت ده، چې باید هر شتمن بې وسو سره خوراکي اوغیرخوراکي توکومرستې وکړي.

په دې میاشت کي دیني عالمان وايې یوه نیکي دنورو وختونوپه پرتله لسګونه برابر ډيرثوابونه لري او دغه میاشت خلکوته دخیر رسولو او دځان لپاره دثواب ګټلو سترچانس دی.

په روژه کې نه یوازې وګړي په مرستوکولو بسنه وکړي، بلکې هغه څه چې په دې مبارکه میاشت کې ډیرثوابونه لري او یا هغه څه چې مسلمانانوته داسلام له پلوه لازم شمیرل شوي ترسره کړي، نو اسلام موږ ته وايي؛ روژه د صبر او زغم مياشت ده. ځکه موږ مسلمانان باید دغه مبارکه میاشت کې دحوصلې نه کار واخلو. چاته ناوړې اوبدې خبرې ونه کړو، دکنځلواو نورو ناروا خبرو څخه په کلکه توګه ځانونه وژغورو.

درسول الله صلی الله عليه وسلم حديث دی: که چيری څوک تاسوته سختی اوسپوری خبری کوي نوتاسو ورته ووايئ چې زما روژه ده.

په روژه کي عبادت د نورو مياشتو په پرتله زيات ثوابونه لري، نو ناوړه چلند هم د نورو مياشتو پر تله زياته ګناوې لري. یانې ښه کارونه دنورو میاشتو په اندازه ثوابونه يې زیات وي او دبدو کارونو ترسره کول سړی دزیاتوګناهنو په سیندکې لاهو کوي.

اوس هرمسلمان ته لازم ده، چې د روژ ې په مبارکه میاشت کې دخدای تعالی (ج) عبادتونه دزړه له تله اداء کړي، له پوره ایماندارۍ او رښتونولۍ خلکو سره ښه او نیک چلندوکړي، له ناوړو اوبدوخبرو څخه ځانونه وساتي، دحوصلي نه ډک ووسي اوله بیوزلو سره دخپل وس اوتوان په اندازه مرستي وکړي.

نوکه چیرته موږ له پورتنیو ټکوڅخه ګټه پورته کړو، نوانشاالله دپوره ایمان درلودونکو او دبشپړه روژتیانو په قطار کې به وشمیرل شو، ځکه بیوزلوته خیر رسول، له نورو خلکو سره ښه اونیک چلند ترسره کول، په دې میاشت کې له زغم اوحوصلې څخه کار اخیستل او دالله تعالی عبادات دزړه له تله اداء کول دیو ښه اوبا تقوا روژتي ځانګیړنه ده، چې خاص دالله تعالی رضا په کې نغښتي وي .
لیکنه : شیرمحمدامیني (ستانکزی)