سامسونګ د نړۍ چټک موبایل جوړوي

د سامسونګ کمپنۍ دیو داسې موډیم جوړولو په هڅه کې ده، چې د موبایل ټېلفون د ډاونلوډ سرعت په هره ثانیه کې ۱ اعشاریه ۲ ګیګابایټو ته ورسوي او په ۱۰ ثانیو کې یو بشپړ څو ساعته فلم ډاونلوډ کړلی شي.
ویل کېږي، چې سامسونګ به د ګلیکسي ۹ ایس په وسیله د نړۍ تر ټولو چټک موبایل راوباسي.
دا به لومړی ځل وي، چې له دې ډول ټکنالوژۍ څخه په صنعت کې کار اخیستل کېږي، چې چټکتیا به یې په هره ثانیه کې ۱،۲ ګیګابایټو ته رسېږي.
له دې سره ـ سره به د ټېلفوني اړیکې سرعت زیات شي او ډيرې ګډوډي به له منځه یوسي.