په هیواد کې مو ورځ تر بلی د افغان وژني ، بی اتفاقی او نژاد پرستی ناسوره مرض ګراف په لوړیدو دی. په یو داسې هیواد کي چې د هغې په سلو کې ۹۹ فیصده وګوړي د یو الله او یو رسول پیروي کوونکې وي او هم په قران شریف او د هغه په قوانینو باندي ایمان ولري. نو بیا ولي د یو متحد قوم په سیر ژوند نه کوي ، دغه خپل منځي جکړی او ناندری د څه لپاره کوي ؟ دوي قوم پرستي او سیاسی ګوند بازی د څه لپاره کوي؟ مونږ افغانانو د روسانو څخه ازادی پدی خاطر واخیسته چې په خپل هیواد کې ازاده ، خودمختاره ، د اسلامي قوانینو مروجول او د الله ج د قانون مطابق خپل ژوند پرمخ بوځو. متاسفانه چي د هغه څه لپاره چي مونږ جګیدلی یو ، او په میلونو شهیدان مو ورکړل ، هغه مو تر لاسه نه کړای شول بلکه برعکس مو د خپل هیواد ازادی او خودمختاری مو له منځه یوړه او هیواد مو له بربادۍ ، بي ثباتۍ سره مخ کړ ، په خپل منځو کي مو د اقتدار په خاطر جګړي شروع کړي ، په خپلو افغانانو مو قتل عام شروع کړی دی، بي اتفاقي کچه په هیواد کې ورځ تر بلی زیاتیدو ده، یو قوم په لس ګونو ګوندونو باندې ویشلی دی. په هیواد کي مو داسې یو وخشت ناک حالت روان دی چې د انسانیت په تاریخ کې ساری نه لری. ولی دغه حالت ته مو هیواد روان دی ، ولي ورځ تر بلې د افغان وژنې ګراف مخ پر لوړیدو دی؟ د افغانانو هغه یو والی چې د دشمن په خلاف يي درلوده له منځه تللی دی ، ددغه ستونزو عوامل څه دي؟ دغه پوښتنې به زمونږ د ډیرو افغانانو سره وي.
زما په اند دغه بی اتفاقي ، بي ثباتي ، مرګونی حالت چې د افغانستان په ۳۴ ولایاتو کې روان دی او دشمن مو ورځ تر بلی پیاوړی کیږي . ددی وجه زمونږ سیاستوال دي. همدغه سیاستوالو له وجه مو هیواد کي بی ثباتي ورځ تر بلي د پر مختک په حالت کې ده ، همدوی له وجه مو ځوانان خپل ګران هیواد پریښودو ته اړ شوي دي او خپله هغه انرژي چې د یو هیواد حالت ته تغیر ورکوي ، په نورو هیوادونو کې مصرفوي او دغه سیاستوالو له وجه مو د هیواد اقتصادی حالت له سقوط سره مخ دی. زمونږ سیاستوالو ته خو دا پکار ول چې د هیواد د ابادی او پر مختک لپاره خپلې ټولې ذاتي او سیاسی غوښتني پریښي وای او یو موټی شوی وای ، دښمن ته يي دا ورښودلي واي چې مونږ د دښمن خلاف یو متحد قوم یو او د نړۍ یو هیواد هم زمونږ دغه یوالي ته ضرر نه شي رسولی خو متاسفانه چې دغه څو نااهله او کم فهمه سیاستوالو د خپل منصب او چوکی په خاطر په دغه حساسو شرایطو کې د دولت خلاف جنګ شروع کړی دی او په هیواد کې د نا امنې د رامنځته کولوهڅې کوي او د دولت چاری د ناکامی سره مخ کوي. که چیرته دغه سیاستوالو خپله دغه انرژی چې د چوکۍ د لاسته راوړلو لپاره مصرفوي د هیواد پر مختک لپاره مصرف کړی وای نو اوس به مو هیواد کې دا بدبختي نه وه او نه به دومره روسته پاتي شوی وای.
دغه سیاسیون چې نن په افغانستان کې په یو نوم او په بل نوم د ګوندونو مشري کوي ، دوي نه یوازي د افغانانو د یو والي ، سلامتي او پرمختک دښمنان دي بلکې د افغانانو کلتور ، دین او د ارامه ژوند دښمنان هم دي. دوي مونږه د خپل کټو په خاطر په جکړه کې بوخت ساتلي یو، هڅه او کوشش يي همدا دی چې مونږ په جګړه کې بوخت وساتي او متحد کیدو ته مو پرې نږدي تر څو د دوي دغه تجارت چې زمونږ په سر يي روان کړي همداسي جاری وي ځکه دوي پوهیږي که چیرته افغانان متحد شي د دوی دغه د تجارت ګرم بازار به هم ورسره بند شی. دغه سیاستوالو تل د چوکی د ترلاسه کولو لپاره د اسلام مقدس دین ، د افغانستان د اساسی قانون او افغانستان د پرمختک پروا نه ده کړې او تل د اقتدار ته رسیدلو لپاره له دروغ ویلو ، چاپړوسی او حیانت کولو څخه دریغ نه دی کړی.دوي د خپلو بادارانو د خوشاله کولو لپاره د افغانانو په امیدونو باندې خاورې اړولي دي ، افغانانو ته د احترام په سترګه نه دي کتلي او نه يي د افغانانو رایو ته ارزښت ورکړی دی. همدغه وجه ده چې اقتدار ته رسیدلي سیاستوال مو خپلواکه نه دي. ، دوي تل د نورو په اشارو حرکت کوي . که چیرته بل چا له خوا د دولت په چارو کې لاس وهنه هم وشی دوي يي مخه نه شي نیولی.داسي اشحاص تل د بي اتفاقۍ او تعصب په را منځته کولو کي مهم رول لري.
زمونږ په هیواد کي سیاستوالو د خپل اقتدار د ساتلو لپاره سیاسي یو والی يي له منځه وړی دی او د بي اتفاقي لامل شوي دي. او بل سیاستوالو له خلکو سره تل غیری سیاسی طرزالعمل اختیار کړی دی. دوي د افغانانو ترمنځ د خپلې ریښي د مضبوطه کولو هڅې نه دي کړی او نه يي کومه رابطه ساتلې ده ، د دوي رابطه د انتخاباتو پوری محدوده وي ، کله چې اقتدار ته رسیدلي له خلکو سره يي رابطه هم قطع کړی ، په ځاي ددې چې د دولت چاری د خلکو د غوښتنو مطابق پر مخ بوځي د هغوي خلاف عمل کوي. او بل دوي چې کله هم په اقتدار راغلي ، او که څه يي کړی هم دي خپلو ، خپلوانو ته يي کړي . که چاته يي چوکي ورکړي د روابطو له وجه ورکړل شوی ، تعلیم او مسلک خو يي هیڅ په نظر کې نه دي نیول شوی.
دوستانو دغه ټول مصیبتونه چې زمونږ په هیواد کې روان دي دا پدې خاطر روان دي چې مونږ یو موټی نه یو. په ځاي د دې چې مونږ د ورورۍ ، میني او محبت نه ډک ژوند وکړو او یو بل ته د احترام په سترګه وګورو برعکس مونږ د یو بل دښمنان شوی یو او یو بل ته د دښمن په سترګه ګورو، دومره سخت زړي شوي یو چې ان د الله ج د حکمونو خلاف کارونه کوو ځکه الله ج مونږ ته بار، بار په قران عظیم الشان کي د متحد کیدو او یو له بل سره په مرسته کولو باندي حکم کړی دی خو مونږ بر عکس د الله ج د حکمونو خلاف عمل کوو. دوستانو که ځانونو ته مسلمانان وايو او د یو الله او یو رسول ریښتني پیرویان یو نو مونږ ته پکار ده چې یو موټی شو ، له هیواد څخه مو د بې اتفاقۍ او نژاد پرستې لمن ټول او هغه سیاسي تجاران چې زمونږ په سر خپل د تجارت بازار ګرم ساتلی بند کړو.
په درنښت
وروستي