په افغانستان کې په مختلفو دورو کې مختلف حکومتې جوړښتونه جوړ شوي او تیر شوي دي یعني بادشاهیت دوره ، امریت دوره ، دیموکراټیک دوره ، عبوري حکومتونه ، امارات اسلامې اود افغانستان اسلامي جمهوریت دولت ، چې پدی هره دوره کې دولتې جوړښت او سیستم مو فرق درلود. پدغه دورو کې افغانان له انګریزانو ، روسانو او داسې نورو هیوادو سره مخ شوي دي او د هر رنګه بیروني پلان په مقابل کې لوبیدلی دي. یو طرفته د افغانستان مختلف دولتي جوړښتنو او بل پلو ته د تیرو څلویښتنو کالنو جګړي له وجه افغانان له هر رنګه حالت سره مخ شوی دي او همدغه جګړو افغانانو ته د سیاست هر اړخ ور زده کړی دی. د افغانستان هر اوګړی په سیاست پوهیږي ، پدي هم پوهیږي چې کمزوري مو په کوم ځاي کې ده ، دغه هرې دورې مونږ ته د سیاست یو نوی ترز را ښودلی دی. زمونږ سیاسی رهبران خو لا پریږده چې ټکسيوان او دوکاندار مو هم په سیاست پوهیږي. خو چي د دولت سیاسي چاری له خنډ سره مخ کیږي او هره ورځ یو نوي ستونزه را ولاړیږي د هغې وجه په لاندې توګه دي.
لومړی : زمونږ اکثره سیاستوالو خپل وجدانونه د څو روپیو په خاطر خرڅ کړي دي، دوی سیاست خپلې شخصي ګټې ، او تجارت لپاره کوي ، زمونږ هر یو سیاسي غړي یا مشر د هر کار کولو نه مخکې خپله ګټه او تاوان په نظر کي نیسي. په دغه سیاسي تجارت کې دوي په میلونو او کروړنو سرمایه پیدا کړه او له همدي وجه اکثره سیاستوالو ، سیاست خپل میراث ګرځولی دی. پاک نفسه سیاستوالو مخه يی هم ډپ کړيده.
دویم : زمونږ سیاستوال د یو سیاسي بست د ترلاسه کولو لپاره سرمایه ګزاری کوي نو بیا د فساد له لاری یو په څو چنده ګټه تر لاسه کوي. له همدغه وجه مو هیواد کې اداری فساد هم خپل اوج ته رسیدلی دی او هم مو سیاست زیانمن شوی دی.
دریم : مونږ په هیواد کې له پنځوسو زیات رسمي سیاسی ګوندونه لرو خو متاسفانه چې دغه ګوندونه مو په قومې او نژادي تعصباتو ککړ دي ، پدوي کې ملي یوالي احساس نشته او نه کوم ملي پلان لري، دوي یوازی د خپلو ګټو په خاطر د پردیو پلانونه پلي کوي . دوي د دولت خلاف کړني او د قومونو تر منځ د نفاق را منتځه کولو وظیفه لري.
څلورم : د نورو هیوادونو سیاسي ګوندونه او سیاسي اشخاص له خپل دولت سره جوحت د هیواد د پرمختک او سو کالی لپاره کار کوي او هم د دولت په ناسمو چارو نیوکه کوي خو بد بختانه چې په افغانستان کې بیا داسې نده دلته د خپلو خودغرضیو او قومې تعصباتو دومره زور پری کړي وي چې نه یوازی د هیواد د پرمختک لپاره له دولت سره مرسته نه کوي بلکې د دولت خلاف سرکشي شروع کوي. د دولت هر سالم او ناسالم کار باندې نیوکه کوي. داسې نوری ډیري وجه دي چې د افغانستان دولت د کمزوری کولو هڅې کیږي.
د اوسنې ولسمشر محمد اشرف غني هلی ، ځلي او سیاسی کړنې هم د ستایلو وړ دي ، دوي د حزب اسلامي د ګوند مشر ګلبدین حکمتیار سره په یوه بین الافغانی مذاکراتو په نتیجه کې د صلح تړون لاسلیک کړ. دغه تړون کې نه یوازی د دولت کامیابی نغښتي بلکې د هغو سیاسی ګوندونو او سیاسي اشخاصو ته هم یو غاښ ماتونکې شکست دي کوم چې د هیواد په ټوټې کولو او د ټوپک په خوله په دولت باندې خپلي غو ښتنې منلي. او بل دغه تړون نړیوالو ته دا هم وروښودله چې افغانان سوله غواړي او په افغانانو کې ددي صلاحیت هم شته چې د هر مشکل حل پيدا کولاي شي خو په شرط چې بهرني لاسونه پکې نه وي. دغه تړون له وجه هغه هیوادونو ته هم یو سخت ګوزار دی کوم چې د جهادي قوتونو په واسطه د افغانستان په دولت کې مداخله کوله، له دي سره به د هغوي مداخله په مکمله توګه نه وي بنده شوی خو کمزور شوی به ضرور وي.
نور نو په افغانستان کې د بیروني هیوادونو قوت کمزوری شوی دي او د هغوي هر یو پلان په افغانستان کې ناکامه شوی دی. یعني د افغانستان نه يي خپله پنځمه صوبه جوړول غو ښتل چې مکمله توګه ناکامه شوه ، دویم په افغانستان کې د خپلي خوښي حکومت او مشران ټاکل و ، چې د طالب او مجاهد په نامه يي دولت ته داخل کړل هغه هم ناکامه شوه، دریم افغانستان کې د سوله نه راوستل او د سوله له منځه وړلو پوره مداخلت کوه ، چې دا هم یو څه اندازه د ناکامی سره مخ دی.اوس نو نور دښمن ته یوازي د جګړی لار پاتي او د افغانستان ډیری ولایتونه له ناامنې سره مخ کړي دي. خو پدي کې به هم انشاالله ماتیږي ځکه چې له افغانانو چا جګړه نه ده ګټلي ، افغانان تل په سیاست کې مات شوي دي. چې اوس مو دښمن په سیاسی لحاظ مات شوی دی. په اخر به دا ووایم چې دولت د د بیروني دښمنانو سره ، سره د داخلي دشمنانو خلاف هم یو پلان جوړ کړي او دغه غداره سیاستوال یو ، یو له دولت څخه لری کړي او هم په انتخاباتي کمیسیون کې اصلاحات راولي تر څو پاک نفسه سیاستوال د سیاست ډګر ته لار پیدا کړي.
په درنښت
وروستي