د خپلواکۍ ورځ مو هم ګیله منه ولاړه

 
خپلواکه هیواد هغه هیواد ته وايي چې په هغه کې ټول اوسیدونکې په سیاسي، فکري، اجتماعي، کلتوري او مذهبي لحاظ خپلواک وي، په ازاد نظام کې څوک د مظلومیت ، بې وسۍ او غریبۍ کې ژوند نه تیروي ، هلته د هر چا خپل حق او حقوق معلوم وي ، قانون پر ټولو باندې یو شان عملي کیږي ، خپلواکه هیوادونو کې ځوانان د بي کارۍ له وجه هیواد پریښودو ته نه مجبوره کيږي ،   په خپلواکه هیوادونو کې د خلکو اولاد ، مال ، عزت او ناموس په امن کې وي، په خپلواکه هیوادونو کې ماشومان بغیر له کوم ډار او پریشانې  ښونځې ته ځي او د مور او پلار هم دا تشویش نه وي چې  په ښونځې کې خو به چاودنه ونه شي، ماشوم خو به مې څوک له ښونځې ونه تښتوي ، په خپلواکه هیوادونو کې د خلکو  خو له پریږده چې د حیوان وینه هم  څوک نه  شي تویولی ،  خپلواکه هیوادونو کې دا هم معلوم وي چې خپلواکې چا اخیستي او د چا باید لمانځنه وشي ،  اوس راشه زمونږ هیواد له دي سره مقایسه کړې ایا مونږ خپلواکه یو؟ ځواب به مو ختمې منفي وي ، ځکه  د ازادۍ د ورځۍ  غونډه خو به ټولو لیدلي وي چې په هغه کې نه یوازي خپلواکي اخیستونکي امیرامان الله خان انځورونه نصب شوي و ،  بلکې د ازادۍ له منځه وړونکو انځورونه هم لیدل کیدل نو په داسې یو هیواد کې چې ملي شخص او خیانت ګر تر منځ  له ډار او ویرې نه  توپیر نشي کولاي  نو داسې یو هیواد ته مونږ خپلواک هیواد ویلي شو ؟. او یا داسې یو وګړي ته خپلواک ویلی شو.؟؟  په کوم هیواد کې چې ستا جماعت (مسجد) په امن کې نه وي نو داسې یو هیواد او یا اوسیدونکې څنګه خپلواک کیدلای شي.  ايا مونږ ددي لپاره خپلواکې لمانځو چې سیاسي مشران مو د بل چا پلان په هیواد کې عملي کوي ، ایا ددي خپلواکې  لمانځو چې هیواد وال مو د شپي په خوب کې ویده بمباری کیږي،  ایا ددي ازادي  لمانځو چې ماشوم مو په ښونځي کې  په امن کې نه دي ، ایا دیته ازادي وايي چې بچې دی د څو روپیو په خاطر وتښتول شي ، ګوتې د ورته  پریکړی شي او کور ته درته مړي در ولیږي عاملین يي په کومه سزا هم ونه رسیږي. ایا دیته  خپلواکې وايي چې غل ،رشوت خور ، فساد ګر ، قاتل او غاصب دي ازاده ګرځي ، په مونږ د مشري کوي او زمونږ د هیواد په چارو  کې فیصلې  د  هم  کوي.  نو دوستانو زه په دي پوهیږم که داسې سل هاو پوښتنې له تاسې وکړم نو ځواب  به مو منفي وي، نوبیا د ازادۍ د ورځې لمانځل څه معنا لري ، د څه شي ازادي مونږ لمانځو ، که هغه ازادي لمانځو چې امیر امان الله خان له انګریزانو نه اخیستې وه ،هغه وخت او اوس وخت کې ډیر تغیرات  راغلي دي.  هغه وخت مو هیواد خپلواک وه  خو اوس مونږ خپلواکه نه یو. مونږ خو د غلامانو ، غلامان یو، زمونږ په هیواد کې روزانه سل هاو انسانان  بي ګناه وژل کيږي د هغي پوښتنه څوک نه شي کولاي ، نو بیا خپلواک له کومه شو،  زمونږ په هیواد کې انسانان خو لا پریږده چې هوا ، ځمکه او نباتات مو د بل په واک کې دي نو دیته مونږ خپلواکې ویلي شو. خپلواکې دیته نه وايي.
 بس هسې د ځان خوشالولو لپاره مونږ دغه ورځ لمانځو ګنې ، زمونږ په هیواد کې د ازادي داسې څه خو نه تر سترګو کیږي چې مونږه  دغه ورځ په جوش او خروش سره لمانځو او فخر پري کوو، اصل کې مونږ د خپلواکۍ  د ورځې په معنا او مفهوم نه پوهیږو ،ځکه  که پوهیدی نو بیرغ په لاس  به کوڅو او سرکونو کې نه ګرځیدو او نه به مو  یو او بل  ته دازادۍ د ورځې مبارکې ویله.  د بیرغ  په پورته کولو او مبارکې په ویلو باندې څوک خپلواک کیږي نه ،  که  په واقعیت سره خپل هیواد خپلواک  لیدل غواړۍ په ځاي ددې چې خلکو ته د ځان ښودنې لپاره خپل هیواد سره مینه ښکاره کوي، دغه دلچسپي ، مینې ،او  محبت ته  ریښتنې بڼه ورکړې.  قوم پرستې چې زمونږ د خپلواکۍ لپاره لوي ګواښ دي دغه عادت  له خانه لرې کړې او نورو قومونو ته هم داسې احترام وکړې لکه څنګه چې  خپل قوم ته يي کوې، د مظلوم هیوادوال سره ودریږې او د ظالم په خلاف اواز پورته کړې، اداری فساد چې په افغانستان کې خپل اوج ته رسیدلي ددی مخنوی لپاره غږ پورته کړې.  هغه ضمیر فروشه ،منافق ، دروغجن ، غاصب ، او غل سره ملګرتیا مه کوې  کوم چې مونږ له دي بحران سره مخ کړي یو، هغه ګوندونه او یا مشران چې زمونږ د راتلونکي د خرابولو کوشش کوي او د افغانانو ترمنځ د نفرت پیدا کولو هڅې کوي ، له داسې اشخاصو نه باید ځان وژغورو او نور خلک تری هم منع کړو، او بل ډیره مهمه خبره داده چې هڅه باید وکړو تر څو قومونه سره متحد کړو ځکه  تر څو پوري چې قومونه  متحد نه شي تر هغې پوری مونږ خپلواک کیدای نه شو او نه به مو هیواد خپلواک شي. په اخر کې دا وایم چې الله ج دی په افغانانو باندې خپل رحم  او کرم وکړي تر څو په راتلونکي  کې  د خپلواکې ورځ په خپلواکې کې ولمانځل شي.
                                                             په درنښت