حوا

حـــــــــوا که به تر څنـــــــــــګه د آدم نـــه وای پيدا
له تنـــــــدې به ګل مړوو که شبنم نه وای پيــــــدا
دا ژونـــــــــد بــــــــــــه د آدم پر اوږه بار وو د ډبرو
دا مينه ، دا ښــــــــــکلا که دا همدم نه وای پيدا
نغمـــه به د ژوندون وه د اومړي تار پـــــــــــه څېر
له زير سره دوستي که بـــــه د بــــــــم نه وای پيدا
له تندې نه که منـــــډې هاجرې اخيستې نه وای
کعبې ستا په لــــــــــمن کې به زمـزم نه وای پيدا
اروا به د عيسی مـــــــــــــــــــلايېکوچېرې پوکله
که پاکه د ايمــــــــــــان غوندې مريم نه وای پيدا
په ځمـــــــــــــکه کې به ســــــوي وو په ډار د جهنم
جنت که به د مينــــــــــــــــدو تر قــــدم نه وای پيدا
مريم که خــــــــــــديجه ده ، آسيه که فاطمــــــــــــــه
که ښـځې نه وای ښې نو دوی به هم نه وای پيدا
پيرمحمدکاروان
٢٠١٠-٧-مارچ