غزل

لال مــــې ؤ موندلی په ګلـــــونو مــــــــې بدل کړ
وخت ؤ بې مـــــــزې په غــــــزلونو مـــــې بدل کړ

لاس مې ســـــــــتا له غاړې تاوولو خــو ونه شو
خــرڅ مې کړ ، په ښــــکليو امېلونو مې بدل کړ

زړه ماشـــــوم ناڅاپه لپـــــــــه اور ور وشـــــيندلو
بل مې شــــــو اشنا په مشعـــــلونو مــــــې بدل کړ

هر طرف چې ځم اوس مې د يار په لمن لاس لګي
کړم يـــــې سمنــــــدر په ســاحلـــــــونو مــې بدل کړ

بس ايله د چا دسترګو جنګ ته په کې ناست يمه
ژوند ؤ ځای په ځای په مورچــــلونو مـــــې بدل کړ

بې لستوڼي لاس ؤ ، د محبوب تر سر مې لاندې کړ
خوب يــې باندې وکړ په لعلــــــــونو مـــــې بــــــدل کړ

زه هـــم د لوړ، ونـــو له کاروان ســــره روان شــــــومه
خوشــــــی ؤ بيابان په ځنـــــــګلونــــو مـــــې بدل کــــړ 
١٣٨٩ د روژې مبارکې نهمه ورخ کابل