دا د یوې نجلۍ د ژوند مستندې خبرې دي، چې راسره یې په مرکه کې کړي دي! زمونږ ټولنه کې تر ټولو غټه او جدي ستونزه دا ده، چې انجونو ته د زده کړې حق نه ورکول کېږي، که کورنۍ بیا ورته د تعلیم حق ورکړي، په ټولنه کې نورې شته ستونزې یې ننګووي، چې د همدغه مشکلاتو په اساس یې ښوونځي په نیمایي کې پاتې شي، یا که له ښوونځيو فارغې شي، پوهنتون نشي لوستلای، له دې ننګوونو یې یوه د ښوونځي په روان بهیر کې د انجونو ورکول دي، زما کېسه او برخلیک هم همدا دی! د پنځو ورونو یوه خور یم، کور کې راته په لومړیو کې پلار، ورورنو او حتی مور ښوونځي ته د تګ اجازه نه راکوله، راته ویل به یې په لوڼو او خویندو چا زده کړې ده، دوی خو یوازې له کور دننه باید بند ژوند وکړي. خو ډېره مبارزه مې وکړه، لومړی مې مور ته قناعت ورکړ، له هغې وروسته مې ما او مور په شریکه پلار ته قناعت ورکړ، پلار هم راضي شو، ورونو مې هسې هم د پلار خبره تر ځمکې نه غورځوله. ښوونځی مې هم په مینې او علاقې سره لوستو همدې علاقې له نورو ټولیګوالو په صنف کې مخکې کړې وم، د صنف اول نومره وم؛ خو زمونږ اقتصادي مشکلات زیات و، د ورونو مې کاروبار نه او د یو پلار په ګټلو پیسو زمونږ د کور مشکلات او ستونزې نه حلېدې. د خپلوانو او نورو خلکو مرکې او رشتې په ما باندې راسر شوې؛ خو مور به مې ورته غټه بهانه دا کوله، چې په یوولسم ټولګي کې ده، ښوونځی یې په نیمایي کې پاتیږي؛ اوس مو خوښه نه راځي چې چاته یې ورکړو، خو په دې رشتو کې یوه داسې وه، چې زمونږ وینه وه، یعنې زما کاکا غوښتل چې خپل زوی ته مې وکړي، هغه هلک په خارج کې و، شپه او ورځ به راتله، خبره تر دې راغله چې کاکا مې پلار ته وویل، که وږمه زما زوی ته رانکړې، زه به درسره مړی او ژوندی دواړه پرېږدم، ستا خپله زما خپله! دا زمونږ ټولې کورنۍ ته خورا سخته وه! چې کاکا سره دې غم او ښادي وشلوي، ځکه خبره د یو کور وه، پلار او مور مې ورسره رشته په دې شرط ومنله، چې واده به د وږمې د ښوونځي تر فراغت وروسته کوئ، یعنې تر فارغیدو وړاندې به د واده نوم هم په خپله خوله، نه اخلئ؛ ترڅو له وږمې ښوونځی په نېمایي کې پاتې نشي، پلار مې کاکا ته وویل، چې مونږ ته د دې خبرې خطر راکړئ، چې وا ده وروسته کوو، کاکا مې پلار ته وویل زما په خوله دې باور نه راځي؟ خط په همدې خبرې پاتې شو. زما دستمال یې ورکړ، زما نامزاد له خارج راغی کوژدنه مې ورسره وشوه، ښوونځی مې لوسته ډاډه وم، چې واده هسې هم تر فراعت وروسته کوي او کاکا مې هم لکه د پلار په شان دی؛ ممکن د لوړو زده کړو زمینه هم راته برابره کړي؛ خو زما ټول خوبونه عکس شو، نامزاد مې چې د کوژدنې لپاره له خارج راغی؛ نو بیا لاړ نشو، همدلته پاتې شو؛ څومیاشتې لا نه وې تېرې شوې، چې د واده کولو ګونګوسی راپید شو، زمونږ ټوله کورنۍ هک پک شوه، چې دا خلک له مونږ سره څه کوي، دوی؛ خو له حپلې کړې خبرې په شا کېږي او په خپله ژمنه باندې پښې ږدي، کاکا مې یو ماښام زمونږ کره راغی او پلار ته مې وویل چې زوی مې واده غواړي، باید واده ورته وکړم، چې عزت مې تر کوره او دا دروند پېټی مې له اوږو سپک شي. پلار مې ورته وویل، ته څه وایي؟ د وږمې د ښوونځي حساسې مرحلې دي؛ حو میاشتې وروسته له یوولسم څخه دولسم ټولګي ته ځي او تا خو له ما سره ژمنه کړې، چې د وږمې تر فارغېدو وروسته به بیا واده کوم، کاکا مې وویل چې زوی ته مې د کلي هلکان او همزولي پېغورونه ورکوي، چې مېرمن دې ښوونځی لولي او بله دا چې څومره وخت کېږي چې نامزاد شوی یې او واده نه کوي؛ اوس خو پخوانی وخت نه دی. ډېرې خبرې وشوې؛ خو کاکا کې ناببره په خپلو خبرو کې وویل، که واده راته نه راکوي دا دې تاته در پاتې وي او زه به مې زوی ته بله ښځه وکړم. په همدې سره له کوره ووته، کورنۍ مې تر ډېر فکر او سوچ وروسته دې ته ورسېدله، که ورته ووایو چې نه یې درکوو او دا خپل زوی ته بل واده وکړي، د کلي خلک به راپورې تورونه وتړي، چې لور کې یې لکه چې اخلاقي ستونزې وې، ځکه یې خاوند پرېښوده او بل واده یې وکړ، ټوله کورنۍ مې د کاکا له خبرو سره ګنګس وه، نه پوهیده چې وکړي، ما ټول اړخونه وسنجول، پوهېدم چې د عرت او عفت موضوع مې ده، د زهرو دا تریخ ګوټ به تر ستوني کړم(یعنې ښوونځی به پرېږدم) خو د ځان او کورنۍ په لمنې مې داغ د تهمت داغ نشم پرېښودلی، پلار او مور ته مې وویل، چې کاکا ته مې خبر ورکړئ، چې زمونږ خوښه ده راشئ، عزت؛ مو تر کوره کړئ، مونږ واده درکوو؛ څو ورځو کې واده وشو. ښوونځی مې دولسم صنف ته په کامیابېدو سره چې اول نومره وم، پرېښود، خاوند مې راته وویل: چې ښځه، یا د کور وي، یا د ګور! تاسې ته نوره د زده کړې اجازه نشته! زما هیلې ووژل شوې! زما تر ټولوستره هیله ډاکتره جوړیدل و! چې په دې سره به د خپل کلي او ټولنې هغو ښځو درملنه وکړم، چې خاوندان یې په دې وجه درملنه نه کوي، چې هلته ښځېنه ډاکترانې نشته، ټول نارینه دي، زه څنګه تا ورولم! اخر ملک د پښتو دی! ۱۳۹۶/۵/۷ ص ف دفتر
وروستي