ځوان اومسؤلیت یې

د اوسني ځوانانو یو تریخ اوبد حقیقیت می سخت ځوروي. ښه ښایسته ځوان به وي، له بل ملګري سره به دپیاوړي ملګرتیا دعوه هم کوي، په داسي الفاظو به سره ګف لګوي چې زه یې لیکلي نشم.
داچې ځوانه طبقه دټولنې دملا دتېر په څیر حثیت لري، زه یې هم اړکړم چې ځوانانو ته هغه څه ولیکم، ترکومه چې زه پري دانا یم .
ځوانان چې بې واکه اوبې مسؤلیته شي، دهغي ټولنې دی الله مل شي،په همدې سبب باید زمونږ ځوانان خپل مسؤلیتونه درک کړي، اوپه خپلو مسؤلیتونو سترګي پټي نه کړي.
ننې مسؤلیت چې زمونږ ځوانان یې باید درک کړي، هغه له ښکنځلو اوبدو ویلو څخه ډډه کول دی، بد ویل اوبدې خبري چې زمونږ ګران محمدصل الله علیه وسلم په جنګ اوخشونت کي منع کړي، زمونږ ځوان اولس یې په مجلسو کي دیو اوبل په وړاندي دخوشحالولو لپاره کوي.
داسلام مبارک دین دچاله ښکنځلو څخه په ډیرتاکیدسره منع فرمایلې
تردې چه هغوکسانوته یې دجنت ضمانت فرمایلې چاچې له
فحشواوبدو ردوځان ساتلي وي .
ننې ځوانان چې زمونږ دټولنې لویه برخه دوئ تشکیلوي ، د هر مجلس سر اوپاې یې بد ویل وي ، اویوبل ته ښایسته ډالۍ یې همدغه زهرجن مواد استعمالول وي.
هغه ښکنځلمار چې ښکنځلي یې عادت نه وی، خو کله چې یې له چاسره شخړه شي بیا ښکنځلي اوبدي ردي وايې، هغه شخص ته رسول الله صل الله علیه وسلم ویلي چې دمنافقت یوه نخشه پکشي ده.
زمونږ دځوانانو دی الله مل شي ،پرته له شخړي اوجنګ څخه په ښکنځلو معتاد دي.
دننې عصر ځوانه طبقه چې یوبل ته ښي ښکنځلي کوي، دوئ هغو ته مجلسیان وایې، ولئ ښکنځلي دهر انسان شخصیت ته زیان اړوي.
ښکنځلي دآخرت په زیان دي.
ښکنځلي دانسان انسانیت تر سوال راندي راولي.
ښکنځلي یو مسلمان دمنافقت حد ته رسوي.
ښکنځلمار داخلاقو په ټيټ میعار کي اوسیږي.
حیاء په اسلام اوانسانیت کې هغه مهمه ماده ده چې نیم ایمان په حیاء ولاړ ده، اوپه ښکنځلو سره حیاء تر پښو لاندي کیږي، نو څوک چې ښکنځلي بدي ردي په رضایت اونارضایت هر حالات کې کوي ،هغوئ دي په دی پوه شي چې نیم ایمان یې ګوښه شوي ده.
محمد مصطفا صل الله علیه وسلم هغه چاته فاسق ویلي چې مسلمان ته ښکنځلي کوي.
ځوان اولسه! دفاسق اوفاجر له کرښي راووځي!؟
خپل پلار او مور ته ښکنځل کول له غټو ګناهونو څخه شمیرل کیږي، او د بل چا خوله ورته برابرول هم دا حکم لري.
نبي کریم صل الله علیه وسلم فرمایي: ((یقینا چي په خپل مور او پلار لعنت ویل له غټو ګناهونو څخه ده)) پوښتنه وشوه چي یا رسول الله څنګه به یو کس په خپل مور او پلار لعنت وایي؟ رسول الله ورته وفرمایل چې(( د بل چا پلار او مور ته ښکنځل وکړي او هغه د ده پلار او مور ته ښکنځل وکړي دا په خپلو والدینو لعنت ویل دی))
په عربي ژبه کي یومتل دی وايي :
لسانك حصانك ان صنته صانك وان خنته خانك
ستاژبه ستا کلا ده که يې وساتې وبه دي ساتي او که يې بېځایه کاروې نو تباه کوي دي .
ځېني ځوانان پدې باور وي چي ښکنځلي دهغوی دزړه تودوخه باسي .
ځېني ځوانان بیا په رواني ناروغي اخته وي دښکنځلو دکولو او اورېدلو مینه لري ځکه خو تل سپکه ژبه کاروي .
ښکنځل مار ځوان دی پدې پوه وي، چې دهغوی دا ډول منفي عادت دنورو په نظر کي دده قدر له مېنځه وړي .
ایا تاسو خبر یاست ځوانانو ! کله چي تاسو خبري کوﺉ، نو اورېدونکیو او لېدونکیو ته دخپل ځان دورپېژندلو په هکله د هغوی ارزووني ټاکئ ، چی هغوی تاسو دیوه مهذب، هوښیار او خوش خویه انسان په صفت وپېژني ،اوکه دیوه داسي ځوان په صفت چي بې حیاء، ناپوه، سپک او دنورو داحساساتو په پام کي نه ساتونکي وي ؟
راځئ! زما خوږو ځوانانو، لدې ښکنځلو څخه به دتل لپاره لاس واخلو اودا لاندي نبوي لارښوونه به په زړونو کې راسره نوټ کړو ،رسول الله صل الله عليه وسلم دمؤمن صفات داسي مونږ ته ښودلي دي (( ليس المؤمن بطعّان ولا لعّان ولا فاحش ولا بذئ))
مؤمن چاته پېغورونه نه ورکوي، ښکنځلي اوښېرې نکوي، په ویلو او کړنو کي بې حیا نه وي، او سپک ویل کوونکی نه وي .
دا فیغام می هغوځوانانو ته ده، چې هغوئ تل خوله په بې باکه خبرو لمده ساتي، الله دی وکړي چې ما اوتاسو ټول له دی بد اورذیل عمل څخه وساتي.