په هلمند او بدخشان کې د امنیتي ځواکونو د شهیدېدو په تړاوو د حامد کرزي مطبوعاتی اعلامیه

ګرانو وطنوالو!
زموږ په خاوره کې د هوایي بمبارۍ په خلاف زما د همیشګی موقف او مخالفت علت دا ؤ چې د دغو بمباریو تاوانونه یواځې او یواځې افغان ولس او زموږ کورونو او ځمکو ته رسېږي. د دې ترڅنګ د دغو بمباریو دوام په افغانستان کې د سولې راوستو ته مرسته نه کوي بلکې برعکس د جګړې لمن نوره هم پراخه وي او د افغانانو د مرګ ژوبلې او لا زیاتو قربانیو سبب ګرځي.
په وار وار لیدلی شوي چې د دغو بمباریو قربانیان زموږ ملي امنیتي ځواکونه او یا هم ملکي وګړي دي چې یو مثال یې د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالي وروستۍ پېښه ده. بله خوا د بدخشان د کشم په تګاب سیمه کې زموږ یو شمېر پولیسان د طالبانو له خوا په شهادت رسول کېږي. 
له دغې ورانونکې جګړې څخه د وطن ژغورنه یوازې د افغانستان د خلکو په ملي اقدام کیدای شي.
د خپلې ژورې خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب د دغو پېښو د قربانیانو کورنیو ته وړاندې کوم او د لوی خدای (ج) له درباره شهیدانو ته د جنت او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعا کوم.