ښه سلوک بد سلوک او بدې کړنې مو د نورو په زړنو کې زهرجن مواد پاشي، د اسلامیت او انسانیت لومړنی ګام له نورو سره ښیګڼه او ښه خوی دی، که تاسو هم غواړئ چې د اسلامیت او انسانیت لومړنۍ ګام واخلئ همدا نن یې له ځانه شروع کړئ.
دا د انسانیت یو ستر راز دی په همدې راز مو پرته له کوم لګښت څخه پوه کول غواړم. یواځي په یوځل لوستلو مو ښايې همدا اصول په دماغي رېښو کې پاېښت ونه مومي، دري څلور ځله همدا لیکنه ترسترګو تېره کړئ وروسته يې د دماغ ساتونکي قوي ته وسپارئ، او د وجدان په محکمه کې یې د قانون په توګه ومنئ، د سرغړوني مجازات یې ورته وټاکئ، وروسته به وکولي شئ چې د ښه سلوک ماده مو څنګه په بدن کې رالویږي او څومري زوری پانګي اچوي.
د استحکام په لوړه مبارزه یې د عملي کولو هوډ وکړئ، که موغوښتل چې نورد ځان ملګري جوړکړئ د نقلولو کوم ممانعت زه نلرم، غواړم افکار ترنورو ورسوم، هغه که په هر صورت وي، امتیاز ته یې کوم ضرورت نلرم لکه چې مخکې مي وویل چې پرته له کوم لګښت څخه یې د ټولنۍ د تصحیح په برخه کې خپرول غواړم.
وروستي