داسې روباټ جوړشوى چې په بازارکې سودا هم اخيستى شي!!!

ليکنه:نوراحمد عايل
جاپانيانوداسې روباټ يا اوسپنيز سړى جوړ کړى چې کولاى شي د خريداري ليست په ياد وساتي ، او د تاسې پرځاى په بازار کې سودا وپېري، دا روباټونه چې تر اوسه په ډېر شمېرکې بازار ته راغلي . Robovie-IIنومېږي چې د پلازمېنې ټوکيود زړو ښځو د ډېر پام وړ گرځېدلى دى.


په ازمايښتي مرحله کې چې په انځورکې يې وينئ Robovie-II يوه سوپرمارکېټ ته ننوځي نورو پېرېدونکو ته سلام کوي او هغو‌‌ۍ تر بېلابېلو برخو پورې بدرگه کوي.
دا روباټ ددې وړتيا لري چې د خريدارۍ ليسټ په ياد وساتي او په لوړ غږ يې له ځان سره تکرار کړي، په بازار کې چې سودا واخلي دهغې د وړلو او ساتلو توان هم لري
له دې پنځونې څخه موخه د جاپان له زړو خلکو سره مرسته ده، چې دا روباټونه به په سودا اخيستلو، وړلو راوړلو او ساتلو کې مرسته ورسره وکړي.
دا روباټ د روباټيک د څېړنو موسسې ATR طرحه او حوړ کړى دى