درېيمه برخه
پوهه او زده کړه
پوهه او زده کړه د اسلام له نظره
علم د اسلام د سپیڅلي دین له نظره د ډېر لوړ ارزښت او اهمیت لرونکی دی، چې ځینو ته یې په لاندې ډول اشاره کېږي.
1) علم د الله تعالی له اووه ذاتي صفتونو څخه یو دی. الله تعالی پخپله عالم، علیم، بصیر، سمیع او د نورو سترو او ښکلو صفتونو خاوند دی. علم په قرآن شریف کې تر ټولو نورو ښو صفتونو زیات یعنې ۵۸۲ ځلې ذکر شوی دی. که تدبر، تعقل، حکمت او نور ورته لغتونه یې ولټول شي، نو دا شمیر نور هم زیاتیږي. الله د کامل او بشپړ علم خاوند ذات دی، چې په ښکاره، پټو؛ وروستیو، راتلونکو؛ لویو، وړو؛ لوړو، ټیټو؛ سرونو، رازونو؛ اذل، ابد، دنیا، اخرت، ژوند، مرګ، قبر، میعاد، برزخ، دوزخ، جنت؛ ځمکې، آسمانونو. بدنونو، نفسونو؛ نیتونو او عملونو او هر څه پوهیږي. د غیبو په خزانو، د بر، بحر؛ دانې، تخم؛ د پاڼې په لویدو او د ساګانو په اخیستو پوهیږي. د میندو په رحم کې د اولاد په حالت، د باران په وریدو، د وریځو په حرکت، د کایناتو په حرکت، د مرګ او ژوند په نیټه، د راتلونکو پیښو په پيښیدو او د انسان د مړینې په حالت او ځای پوهیږي. لنډه دا، چې الله تعالی پر هر څه پوهیږي او مکمل پرې پوهیږي.
2) د قرآن کریم لومړنی آیت او د دغه آیت لومړنی توری د (اقرأ) یعنې (ولوله) په ټکي پیل شوی دی او یوه نړۍ حکمت پکې پروت دی، نو د علم د لوړتیا او اهمیت اندازه یې تر بل هر دین او مکتب او مسلک اوچت دی.
3) قلم او لیکنه دومره مهمه ده، چې الله تعالی پرې قسم خوړلی دی.
4) د اسلام له نظره انسانان د شرافت، کرامت، ښه تقویم او ارزښت له مخې برابر دي، خو څو شیان دي، چې انسان ته امتیاز او لوړتیا ورکوي. یو تر ټولو مهم پکې علم او پوهه ده. تقوا، خیر رسول، ایمان، او جهاد هم د لوړتیا او برترۍ نښې ښودل شوي دي. قرآن واضح کړې، چې عالمان او ناپوهان برابر نه دي؛ عالمان د بینا او ناپوهان د ړندو په شان ګڼل شوي دي. قرآن وایي، چې الله تعالی د علم په وسیله انسانان لوړوي ځکه په متکرر ډول انسان د علم زده کړې، تفکر او تدبر ته هڅول شوی دی. که خیر رسول د انسان د ښه والي معیار دی نو علم او حکمت ته خیر کثیر یا زیات خیر ویل شوی دی.
5) مومنان او صالحان هم د پوه، پوهیدونکي په نوم یاد شوي دي. ناپوهان، ظالمان او بدعمله کسان زیاتره په داسې ډول یاد شوي، چې علم او پوهه نلري او نه پوهیږي.
6) قرآن انسان مکلف کړی دی، چې د کایناتو په خلقت او رازونو کې تفکر، تدبر، زده کړه، څیړنه، تفحص او دقت وکړي، چې پوه شي د دې سترو او عظیمو کایناتو خالق او چلونکی باید څومره ستر وي او ځکه ورته وایي، چې له الله تعالی تر ټولو ویریدونکي بندګان د الله تعالی عالم بنده ګان دي. علم د الله تعالی د سمې پیژندنې او له هغه ذات سره د اړیکو د زیاتیدو سبب کیږي، ځکه پوهان د هغه ستر ذات قدرتونو ته تر هر چا زیات تسلیم وي. انسان د قرآن په بیلابیلو ځایونو کې ژورې څیړنې ته هڅول شوی دی.
7) انسان د علم پر زده کړې سربیره د هغه پر عملي کولو هم مکلف شوی دی او همداراز د تربیې، تزکیې او پاکۍ امر هم ورته شوی دی.
8) د انسان پوهې ته اسلام تر حده زیاته پراختیا ورکړې ده، ځکه الله تعالی ادم علیه السلام ته د ټولو شیانو نومونه ښودلي دي. دا، چې کاینات څومره ستر دي، موږ ته هیله راکوي، چې انسان به تر هغه د هغه پیژندنې او کشف ته دوام ورکوي، چې د ټولو هغو شیانو نومونه (او د هغوی په باب د انساني وس په احاطه کې پوهه) تر لاسه کړي، چې موجود دي او یا به د الله تعالی له خوا رامنځ ته کیږي. یوازې د روح په باب ویل شوي دي، چې دا د رب امر دی او انسان ته یې کمه پوهه ورکړل شوې ده.
9) په اسلام کې علم په هر شخص که نر وي او که ښځه، زوړ وي که ځوان، روغ وي که معلول فرض دی، ځکه د رسول الله صلی الله علیه و سلم د حدیث مفهوم عام دی، چې د علم زده کړه پر هر مسلمان فرض ده او فرض داسې مکلفیت دی، چې په نه کولو یې انسان د عذاب وړ ګرځي.
10)قرآن نور، هدایت، شفا، رحمت او هدایت دی، ځکه یې زده کړه او پرې عمل ضرور دی، خو قرآن او د رسول الله صلی الله علیه و سلم حدیثونو د نورو علومو پر زده کړه هم ټنګار کړی دی. د علم او عالمانو د لوړتیا په باب چې کوم ایتونه راغلي دي تر زیاترو مخکې یې د الله تعالی د مخلوقاتو د وسعت او سترتوب او پراختیا ذکرونه راغلي او زیاترو اسلامي علماو ترې همدا برداشت کړی دی، چې د کاینانو په باب پوهه، تفکر، تدبر، تعمق او ژورتیا زموږ دیني مکلفیت دی.
11)بله مهمه خبر دا ده، چې شرعي علوم تر هغه بریده پر هر مسلمان فرض او لازم دي، چې د دین د اساسي احکامو، حلالو او حرامو توپیر وکړای شي، البته د تخصصي پوهې لپاره یې د ضرورت په اندازه کسان کافي دي. همدا شان د دنیایي مسئلو په باب هم دومره پوهه هر چا ته لازمه ده، چې ورځنی ژوند پرې ښه وچلولای شي او د هرې برخې تخصصي پوهه همغومره کسانو ته په کار ده، چې ټولنه ورته اړتیا لري. که په یوه ټولنه کې د هرې برخې کارپوهانو ته اړتیا موجوده وي او دغسې پوهان نه وي موجود نو د دې کمبود په خاطر د ټولنې ټول اوسیدونکي مسئول دي.
12)علم د مومن ورکه ده او هر چیرې، چې یې ومومي تر ټولو لومړی مستحق یې همدی دی. هغه که په خپله سیمه کې مومي او که سفر پسې کوي. د علم د زده کړې لپاره سفر روا دی او که په دغه سفر کې یو څوک مړ شي، داسې دی لکه د الله تعالی په لار کې، چې وتلی وي، نو اجر یې ورکول کیږي. یو مشهور قول دی، چې وايي، علم زده کړئ که څه هم په چین کې وي.
13)د علم د زده کړې لپاره لګښت په حقیقت کې پانګونه ده، چې بیرته شخص او ټولنې ته څو چنده دنیوي او اخروي ګټه راوړي. رسول الله صلی الله علیه و سلم به د جګړې هغه اسیران بې له شرایطو خوشي کول، چې د مسلمانانو اولادونو ته به یې سواد زده کاوه.
14)اسلام د نجونو او ښځو د علم د زده کړې بهترین مثالونه وړاندې کړي دي، چې د حدیثو د علم په تدریس کې د مومنانو د مور حضرت عایشه (رضی الله عنها) مقام یې ښه مثال دی.
15)علم یو الهي موهبت دی، انسان پرې لوړیږي، پاکیږي، تزکیه کیږي او د ځان او نورو د نجات او فلاح په چارو کې د لویو بریاوو خاوند کیږي.
16)انسان له نورو ژویو څه امتیازونه لري، چې یو یې علم او په علم کې نوښت او ایجاد دی. اسلام د علم او عمل یو ځای والی لازم ګڼلی دی. په قرآنکریم کې د پیغمبرانو له کیسو څرګندیږي، چې دوی ټولو علمي او عملي ژوند دواړه کاوه. ډیر نوښتونه او ایجادونه دوی کړي دي او بشریت ته یې دا درس ورکړی، چې د ژوند هنرونه باید په عملي ډول زده کړي. آدم (علیه السلام) بزګري کړې ده، نوح (علیه السلام) ترکاڼي کوله او کښتۍ یې جوړولې، داود (علیه السلام) له فلزاتو څخه وسایل جوړول، سلیمان (علیه السلام) هوایي تخت درلوده، چې د هوايي او فضایي وسایلو اساس یې بللی شو، یوسف (علیه السلام) د دولت دارۍ او سپما او همدارنګه د پیشبینۍ پياوړي مهارتونه درلودل.
17)د الله تعالی تر ټولو لوړو بندګانو (پغمبرانو) هم له الله تعالی نه د علم او پوهې د ورښوولو دعا کړې ده.
18)مسلمان مکلف دی، چې له زانګو تر ګوره زده کړه وکړي.
19)د دین د پوهیدو لپاره پر پوهه ټینګار شوی دی او د هغو خلکو ایمانونه له هیلو، وهمونو او ګمانونو سره تشبیه شوي، چې په لیک لوست نه پوهیږي.
20)په اسلام کې له اوریدو، ساده کتنې، خیالاتو او اوهامو پیروی نده په کار؛ بلکې غوږونه او سترګې او زړه، چې د علم او پیژندنې واقعی لارې دي مسئول دي. یعنې د سترګو له لارې د مشاهدې او کتنې په واسطه، د غوږونو په واسطه د اوریدو له لارې او د زړه په واسطه د کشف، معرفت او نوښت له لارې باید علم زده شي او بیا د هر څه په باب پریکړه وشي.
21)پوهه او معرفت د الله تعالی له خوا د یوې ښې بدلې او اجر په توګه یاد شوی دی.
22)یو ډیر جالب بحث، چې په قرانکریم کې راغلی او د علم اهمیت پر ټولو اوچت ثابتوي، هغه د انسان تر خلقت مخکې د الله تعالی او ملایکو تر منځ بحث دی. ملایکې الله تعالی ته وایي، چې آیا ته په ځمکه کې یو داسې موجود پیدا کوې، چې وینې به تویوي؟ الله تعالی، چې کله ادم علیه السلام پیدا کړ، نو د هغه په مخکې یې له ملایکو د شیانو د نومونو پوښتنه وکړه. ملایکو ونه شوای کړلای د شیانو نومونه واخلي، خو آدم علیه السلام د هغو شیانو نومونه واخیستل. تر هغه وروسته الله تعالی ملایکو ته امر وکړ، چې انسان ته سجده وکړي او له شیطان پرته نورو ټولو آدم علیه السلام ته سجده وکړه. لدې معلومیږي، چې د انسان د پیدایښت تر ټولو لوی تشخص او هدف د علم لرل او زده کول دی او دا یې پر ملایکو د برترۍ عامل دی.
د علم، پوهې او زده کړې په باب د قرآن کریم څو مبارک آیتونه په لاندې کرښو کې لوستلای شو. هیله ده په ژور ډول ورته متوجه شو او څو څو ځله یې ولولو:
{كَمَا أَرْسَلْنَا فِيكُمْ رَسُولًا مِّنكُمْ يَتْلُو عَلَيْكُمْ آيَاتِنَا وَيُزَكِّيكُمْ وَيُعَلِّمُكُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُعَلِّمُكُم مَّا لَمْ تَكُونُوا تَعْلَمُونَ} ﴿البقرة: ١٥١﴾. (ترجمه: لکه په تاسو کې مې چې ستاسو له منځه رسول درولیږه، چې زموږ آیتونه درته لولي او تاسو [له هر ډول ښکاره او پټې ناپاکۍ] پاک او سوتره کوي او تاسو ته کتاب او حکمت در زده کوي او د هغه څه تعلیم درکوي چې پرې نه پوهیدئ.)
{قَالَ لَهُ مُوسَىٰ هَلْ أَتَّبِعُكَ عَلَىٰ أَن تُعَلِّمَنِ مِمَّا عُلِّمْتَ رُشْدًا} ﴿الكهف: ٦٦﴾. (ترجمه: موسی [خضر] ته وویل: آیا [اجازه راکوئ چې] زه ستا څخه [د دې هدف لپاره] پیروی وکړم، چې په هغه څه، چې ته پوهیږې ماته د رشد او پختګۍ د یوې سرچینې په توګه رازده کړې، چې تا ته درښودل شوي دي؟)
{كِتَابٌ فُصِّلَتْ آيَاتُهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لِّقَوْمٍ يَعْلَمُونَ} ﴿فصلت: ٣﴾. (ترجمه: دا یو داسې کتاب دی، چې آیتونه یې په نهایت روښانتیا بیان شوي دي، په عربی ژبه قرآن دی د هغو خلکو لپاره ، چې پوهه او معرفت لري.)
{وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُ آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا وَكَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ} ﴿يوسف: ٢٢﴾. (ترجمه: او کله چې یوسف د پوخوالي عمر ته ورسید، حکمت او پوهه مو ورته عطا کړه او موږ نیکانو ته پدې ډول بدله او اجر ورکوو.)
{وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ} ﴿القلم: ١﴾. (ترجمه: او قسم په قلم او هغه څه چې لیکي).
{وَمِنْهُمْ أُمِّيُّونَ لَا يَعْلَمُونَ الْكِتَابَ إِلَّا أَمَانِيَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ} ﴿البقرة: ٧٨﴾. (ترجمه: او(د یهودو یوه ډله)، چې امیان دي، په کتاب نه پوهیږي یواځې بې بنسټه هیلې کوي او (ایمان) یې نه دی مګر هسې خیالونه او ګومانونه.)
{ادْعُ إِلَىٰ سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ} ﴿النحل: ١٢٥﴾. (ترجمه: [خلک] په حکمت او نیکه لارښوونه د خپل پروردگار لارې ته دعوت کړه او په بهترینه طریقه بحث وکړه، په یقین سره، چې ستا پروردگار هغوی ډير ښه پيژني، چې بې لارې شوي او هم لار موندونکي پیژني.)
{قَالَ يَا آدَمُ أَنبِئْهُم بِأَسْمَائِهِمْ فَلَمَّا أَنبَأَهُم بِأَسْمَائِهِمْ قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ غَيْبَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَأَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا كُنتُمْ تَكْتُمُونَ} ﴿البقرة: ٣٣﴾. (ترجمه: [الله تعالی] وفرمایل: ای آدمه! پريښتو ته د هغو [د شیانو] نومونه ووایه. نو کله چې یې پريښتو ته [د شیانو] نومونه وویل [الله] وفرمایل: آیا تاسو ته مې ونه ویل، چې زه په یقین سره د آسمانونو او ځمکې په ټولو پټو پوهیږم او په هغه څه پوهیږم چې تاسو یې پټوئ او ښکاره کوئ؟)
{وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَاسْتَوَىٰ آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا وَكَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ} ﴿القصص: ١٤﴾. (ترجمه: کله چې دی خپلې [جسمي او عقلي] توانمندۍ ته ورسیده او رشد او کمال يې تر لاسه کړ، هغه ته مو حکمت او پوهه ورکړه او پدې ډول موږ نیکانو ته بدله او اجر ورکوو.)
{يَا أَبَتِ إِنِّي قَدْ جَاءَنِي مِنَ الْعِلْمِ مَا لَمْ يَأْتِكَ فَاتَّبِعْنِي أَهْدِكَ صِرَاطًا سَوِيًّا} ﴿مريم: ٤٣﴾. (ترجمه: پلاره! همدا ده، چې ما ته [د وحی له لارې] داسې پوهه راغلې ده، چې تا ته نده راغلې؛ نو ځکه زما پیروی وکړه، چې تا ته د سمې لارې رهنمایي وکړم.)
{أَمَّنْ هُوَ قَانِتٌ آنَاءَ اللَّيْلِ سَاجِدًا وَقَائِمًا يَحْذَرُ الْآخِرَةَ وَيَرْجُو رَحْمَةَ رَبِّهِ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ} ﴿الزمر: ٩﴾. (ترجمه: [آیا داسې کفران کوونکی انسان ښه تر دی] یا داسې انسان چې د شپې په سجده او قیام او خالصانه عبادتونو بوخت دی، له آخرته ویریږي او د خپل پروردگار رحمت ته هیله من دی؟ ووایه: آیا هغه کسان چې پوهه او علم لري او یا هغه کسان چې له معرفت او پوهې پرته دي، برابر دي؟ یوازې هوښیاران پند اخلي.)
{وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُم مِّنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلًا} ﴿الإسراء: ٨٥). (ترجمه: او ستا څخه د روح په باب پوښتي. ورته ووایه: روح زما د پروردگار امر دی او تاسو ته یې له پوهې څخه یوازې لږه برخه در کړل شوې ده.)
{بَلْ هُوَ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ فِي صُدُورِ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا الظَّالِمُونَ} ﴿العنكبوت: ٤٩﴾. (ترجمه: بلکېدا(د قرآن)روښانه آیتونه دي.د هغو کسانو په سینو کې، چې معرفت او پوهه ور ته عطا شوې ده او زموږ له آیتونو څخه یوازې ظالمان منکریږي.
{وَعَلَّمَ آدَمَ الْأَسْمَاءَ كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلَائِكَةِ فَقَالَ أَنبِئُونِي بِأَسْمَاءِ هَٰؤُلَاءِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ} ﴿البقرة: ٣١﴾. او د [موجوداتو] ټول نومونه يي آدم ته ورزده کړل؛ بیا یې [د موجودیت هویت او د ذات حقایق] فرشتو ته وړاندې کړل او ویې ویل: پر دې نومونو مې خبر کړئ، که [د ده د ځای ناستي توب د وړتیا په ادعا کې] رښتیني یاست.)
{وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ} ﴿ق: ١٦﴾. (ترجمه: او بي شکه چې انسان مو پیدا کړ او د ده د نفس په وسوسو پوهیږو او موږ هغه ته د مرۍ له رګه ورنږدې یو.)
{وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَٰئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا} ﴿الإسراء: ٣٦﴾. (ترجمه: او له هغه څه، چې نه پوهیږي [بلکې له اوریدو، ساده کتنې، خیالاتو او اوهامو] پیروي مه کوه؛ بي شکه غوږونه او سترګې او زړه [چې د علم او پیژندنې واقعي وسایل دي] تر پوښتنې لاندې راځي.)
{هَٰذَا بَلَاغٌ لِّلنَّاسِ وَلِيُنذَرُوا بِهِ وَلِيَعْلَمُوا أَنَّمَا هُوَ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ وَلِيَذَّكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ} ﴿ابراهيم: ٥٢﴾. (ترجمه: دا [قرآن یا هغه څه، چې په دې سورت کې دي] [ټولو] خلکو ته پیغام دی ، د دې لپاره، چې د دې په واسطه خبر شي او [په ایتونو کې د تدبّر له مخې] پوه شي، چې هغه یوازنی او واحد معبود دی، او چې هوښیاران پند واخلي.)
{وَأَنزَلَ اللَّهُ عَلَيْكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُن تَعْلَمُ وَكَانَ فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكَ عَظِيمًا} ﴿النساء: ١١٣﴾. (ترجمه: او الله پر تا کتاب او حکمت نازل کړل، او هغه څه یې در زده کړل، چې پرې نه پوهیدې او پر تا الله تعالی ستر فضل کړی دی.)
{فَلَمَّا جَاءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَرِحُوا بِمَا عِندَهُم مِّنَ الْعِلْمِ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ} ﴿غافر: ٨٣﴾. (ترجمه: کله، چې د دوی خوا ته لیږل شوي استازي له روښانه دلایلو سره ورغلل دوی په هغه لږ علم چې ورسره وو، خوښ شول او هغه عذاب چې دوی ملنډې پرې وهلې ورنه را چاپیره شو.
{وَيَرَى الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ الَّذِي أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ هُوَ الْحَقَّ وَيَهْدِي إِلَىٰ صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ} ﴿سبإ: ٦﴾(ترجمه: او هغه کسان چې پوهه ورته عطا شوې ده، پوهیږي، چې هغه، چې د دوی د پروردگار له لوري پر تا نازل شوي دي؛حق دي، او د پیاوړي او ماته نه منونکي او ستایل شوي الله لاري ته هدایت کوي.)
{وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَيْلَكُمْ ثَوَابُ اللَّهِ خَيْرٌ لِّمَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا وَلَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الصَّابِرُونَ} ﴿القصص: ٨٠﴾. (ترجمه: او هغو کسانو، چې پوهه ورکړل شوې وه، وویل: ستاسو پر حال دې افسوس وي، د هغو کسانو بدله غوره ده، چې پر الله یې ایمان راوړی دی او ښه کارونه کوي. او [پر دې الهي حقیقت] له هوښیارانو پرته بل څوک نه پوهیږي.)
{فَتَعَالَى اللَّهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ وَلَا تَعْجَلْ بِالْقُرْآنِ مِن قَبْلِ أَن يُقْضَىٰ إِلَيْكَ وَحْيُهُ وَقُل رَّبِّ زِدْنِي عِلْمًا} ﴿طه: ١١٤﴾. (ترجمه: هغه [واحد] الله لوړ او د اوچتې مرتبې خاوند دی، چې د هستۍ فرمانروا او بشپړ حقّ دی او مخکې له هغه چې پر تا د قرآن وحی پای ته ورسیږي، په لوستلو کې یې بیړه مه کوه او ووایه: پروردگاره! زما پوهه زیاته کړئ.)
{قَالَ رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي} [٢٠:٢٥]. (ترجمه: ویې ویل: پروردگاره! سینه مې [د دې درندې دندې د زغم لپاره] پراخه کړه، {وَيَسِّرْ لِي أَمْرِي} [٢٠:٢٦] او کارمې راته آسان کړه،{وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِّن لِّسَانِي} [٢٠:٢٧] او له ژبې مې غوټه لیرې کړه ، {يَفْقَهُوا قَوْلِي} [٢٠:٢٨] [تر څو مې] په خبرو پوه شي.)
{وَلَقَدْ آتَيْنَا دَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ عِلْمًا وَقَالَا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي فَضَّلَنَا عَلَىٰ كَثِيرٍ مِّنْ عِبَادِهِ الْمُؤْمِنِينَ} ﴿النمل: ١٥﴾. (ترجمه:او په یقین سره موږ داود او سلیمان ته، [ځانګړې] پوهه ورکړه، او هغوی دواړو وویل: ټولې ستاینې الله لره دي، هغه چې موږ ته یې پر نورو بندګانو برتری عطا کړې ده.)
{رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ} ﴿البقرة: ١٢٩﴾. (ترجمه:(ابراهیم علیه السلام دعا وکړه) ای زموږ څښتنه! په دوی کې د دوی له منځه پیغمبر واستوه چې ستا آیتونه ورته ولولي، او دوی ته کتاب او حکمت زده کړي، او [له ظاهري او باطني ککړتیاوو] یې پاک کړي؛ ځکه ته توانمن. نه ماتیدونکی او حکیم یې.)
{قُلْ آمِنُوا بِهِ أَوْ لَا تُؤْمِنُوا إِنَّ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ مِن قَبْلِهِ إِذَا يُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ يَخِرُّونَ لِلْأَذْقَانِ سُجَّدًا} ﴿الإسراء: ١٠٧﴾. (ترجمه: ووایه: که پر الله ایمان راوړئ او که نه [هغه ته یو شان دي] ، هماغه څوک، چې مخکې [له نزوله] یې معرفت او پوهه میندلې ده، کله چې ورته دا آیتونه ولوستل شي، په سجده کولو سره هغه ته پر مخ پرېوزي.)
{فَفَهَّمْنَاهَا سُلَيْمَانَ وَكُلًّا آتَيْنَا حُكْمًا وَعِلْمًا وَسَخَّرْنَا مَعَ دَاوُودَ الْجِبَالَ يُسَبِّحْنَ وَالطَّيْرَ وَكُنَّا فَاعِلِينَ} ﴿الأنبياء: ٧٩﴾. (ترجمه: نو د هغه [قضاوت] مو سلیمان ته زده کړ او هر یوه ته مو حکمت او پوهه عطا کړه، او غرونه او الوتونکي مو ورته تابع او مسخّر کړل، چې تل به یې له داود سره تسبیح ویله، او موږ (د دي هر څه) سر ته رسوونکي یو.)
{وَاللَّهُ أَخْرَجَكُم مِّن بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لَا تَعْلَمُونَ شَيْئًا وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ} ﴿النحل: ٧٨﴾. (ترجمه: او الله تاسو د خپلو میندو له نسونو راوایستئ، په داسې حال کې، چې په څه شي نه پوهیدئ، او تاسو ته مو غوږونه، سترګې او زړه درکړل، تر څو شکر وباسئ.)
{هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ} ﴿الجمعة: ٢﴾. (ترجمه: همغه دی، چې د امیانو خلکو په منځ کې یې د دوی له منځه پیغمبر واستاوو، ، چې د هغه ایتونه ورته لولي او هغوی [له فکري او روحي ککړتیا] څخه پاکوي او کتاب او حکمت ورزده کوي ، که څه هم دوی له دې نه مخکې په ښکاره ګمراهۍ کې وو.)
وَمِنَ النَّاسِ وَالدَّوَابِّ وَالْأَنْعَامِ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ كَذَٰلِكَ إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ غَفُورٌ ﴿فاطر: ٢٨﴾. (ترجمه: او له انسانانو، خوځېدونکو او څلوربولو [لکه د میوو او غرنیو لارو په شان] رنګارنګ رنگونه شته. د الله له بندگانو څخه یوازې د هغه پوهان له هغه زیات ویریږي؛ په یقین سره الله توانمند، ماته نه منونکی او زیات بښونکی دی.)
لَقَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْ أَنفُسِهِمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ ﴿آلعمران: ١٦٤﴾. یقیناً خدای پر مؤمنانو منّت وکړ، چې د هغوی له خپله منځه یې پکې پیغمبر مبعوث کړ، چې دوی ته د هغه آیتونه لولي او [له فکری او روحي ککړتیاوو] یې پاکوي او کتاب او حکمت ورته زده کوي او په رښتیا، چې دوی تر دې مخکې په ښکاره ګمراهي کې وو.
أَلَمْ تَرَوْا أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُم مَّا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُ ظَاهِرَةً وَبَاطِنَةً وَمِنَ النَّاسِ مَن يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَلَا هُدًى وَلَا كِتَابٍ مُّنِيرٍ ﴿لقمان: ٢٠﴾. (ترجمه:آیا پوهیدلي نه یاست، چې الله تعالی هغه څه، چې په آسمانونو کې دي او هغه څه، چې په ځمکه کې دي، تاسو ته مسخّر او تابع کړي دي او خپل ښکاره او پټ نعمتونه یې درته ښه زیات او پوره درکړي دي او ځینې خلک دي، چې تل بې له کومې پوهې [بلکې د جهل او ناپوهۍ له مخې] او بې له هیڅ هدایت او هیڅ روښانه کتابه د الله تعالی په باب دلیل تراشي او مقابله کوي.)
وَجَعَلْنَا اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ آيَتَيْنِ فَمَحَوْنَا آيَةَ اللَّيْلِ وَجَعَلْنَا آيَةَ النَّهَارِ مُبْصِرَةً لِّتَبْتَغُوا فَضْلًا مِّن رَّبِّكُمْ وَلِتَعْلَمُوا عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ وَكُلَّ شَيْءٍ فَصَّلْنَاهُ تَفْصِيلًا ﴿الإسراء: ١٢﴾. (ترجمه: موږ شپه او ورځ [د خپل قدرت او حکمت] نښې کړې دي؛ نو شپه مو بې رڼا کړه او ورځ مو روښانه کړه، چې [په هغه کې] له خپل پروردگاره روزی او رزق وغواړئ او د دې لپاره، چې د کلونو [وختونو او زمانو] حساب زده کړئ، او هر شی، چې [د خپلې دنیا او دین او تربیت او کمال لپاره ورته اړ یاست] په روښانه او بشپړ ډول بیان کړل.)
وَإِذَا قِيلَ انشُزُوا فَانشُزُوا يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ﴿المجادلة: ١١﴾. (ترجمه:تر څو الله ستاسو له منځه مؤمنانو ته درجه او پوهانو ته [سترې او ارزښتناکې]درجې لوړې کړې، او الله په هغه څه ښه پوهیږي، چې دوی یې سر ته رسوي.)
لَّٰكِنِ الرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ مِنْهُمْ وَالْمُؤْمِنُونَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَالْمُقِيمِينَ الصَّلَاةَ وَالْمُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَالْمُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ أُولَٰئِكَ سَنُؤْتِيهِمْ أَجْرًا عَظِيمًا ﴿النساء: ١٦٢﴾(ترجمه: خو د دوی له منځه، په پوهه کې ثابت قدمان، لمونځ کوونکي، زکات ورکوونکي، پر الله او د قیامت په ورځ مومنان په هغه څه، چې پر تا او ستا څخه پر مخکنیو [پیغمبرانو] نازل شوي دي رښتینی ایمان زاوړي، هغه دي، چې په یقیني ډول به دوی ته ستره بدله عطا کړي.)
لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ ﴿الحديد: ٢٥﴾. (ترجمه:هماغه ډول مو خپل پیغمبران په روښانه دلایلو ولیږل او هغو ته مو کتاب او تله [د له حق څخه باطل د تشخیص لپاره] نازل کړل تر څو خلک عدالت وکړي، او اوسپنه، چې پکې د خلکو لپاره ډیر قوت او ځواک او ډیرې ګټې دي ورکړې او تر څو، چې الله مشخصه کړي چې څوک هغه او د هغه پیغمبرانو ته مرسته ورکوي؛ په یقین سره، چې الله پیاوړی او نه ماتیدونکی توانمن دی.
په لاندې کرښو کې به د علم په باب یو څو نبوي حدیثونه سره ولولو چې له د ریاض الصالحین څخه اخیستل شوي دي:
وروستي