هدف، زده کړه او بری/ وروستۍ برخه

د ژوند کوچنۍ لارښوونې (Life Little Lnstruction)

 
په دې نوم کتاب د مشهورامریکايي لیکوال H. Jackson Brown  لیکنه ده او د نړئ په هغو کتابونوکې شامل دی چې ډیر پلورل شوي دي. په دغه کتاب کې ۱۵۶۰ وړې خو د کار خبرې لیکل شوي دي؛ چې د غوره او خوشاله ژوند لپاره مهمې دي. دغه کتاب دوه کاله د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په غوره کتابونو کې لومړی مقام وګاټه. لیکوال دغه کتاب زوي ته د یوې ډالۍ په توګه ولیکه او خپلې ټولې تجربې ېې په دوه ټوکو کې ونغاړلې.
بروان وايي :هغه شي چې ما فکر کاوه د څوساعتونو کار دی؛ څوورځې وخت ېې وغوښت او کله چې خپل زوي ته مې ورکړ فوق العاده شیبې وې. زه ټولې هغه خبرې، چې د یو خوښ او برکتناک ژوند په هکله پرې پوهیږم؛ پرکاغذلیکم او اوس ېې خپل زوي ته ډالۍ کوم؛ هغه زوی ته، چې ډیرځله زما لارښود ؤ.
زویه، څه ډول درسره مرسته وکړم چې وکتلای شې؟
که اړتیا پيښه شي په اوږو به دې کینوم
هغه وخت تر ما لرې ځایونه کتلای شې
هغه وخت د دواړو په ځاي کتلاي شې
خو ماته هم ووایه  هلته لیرې څه ګورې؟
ستاپلار جکسن
د دغه کتاب ځينې مهمې لارښوونې، چې د یوه افغان ماشوم لپاره ګټورې دي:
  • هره ورځ دریو کسانو ته درناوی وکړه.
  • لږ ترلږه په کال کې یو ځل د لمر ختلو ننداره کوه.
  • د نورو د زوکړې کلیزه په یاد ساته.
  • په مینه اوصمیمیت سره روغبړ کوه.
  • د خلکو سترګو ته ګوره.
  • د مننې له کلیمې ډیره استفاده کوه.
  • د لطفاً له کلمې ډیره استفاده کوه.
  • په حمام کې د ملي ترانو ترنم کوه.
  • د شطرنج چلونه زده کړه.
  • په هر پسرلي کې یوګل وکره.
  • په ارزان بیه ګاډي کې کینه خو که کولای شې تر ټولو ښه کور واخله.
  • ښه کتابونه  اخله  حتی که ېې لولې هم نه.
  • ځان اونور وبښه.
  • درې مودبه ټوکې زده کړه.
  • د غاښونوله تاره ګټه پورته کوه.
  • رنګ کړي بوټان اغونده.
  • کله، چې دې احساس وکړ وړتیاېې لرې د ترفیع غوښتنه وکړه.
  • جنګ مه کوه. خو که جنګ ته اړ شوې لومړی ګوزار ورکړه او کلک ېې ووهه.
  • خپل پورونه ژر پرې کوه.
  • کله ناکله نوروته څه ورزده کړه.
  • له خلکو سره داسې چلندوکړه، چې زړه دې غواړي له تاسره هم همداسې چلند وشي.
  • د خپلې زوکړې په ورځ یوه ونه وکره.
  • په کال کې دوه ځله وینه ورکوه.
  • نوي ملګري پيداکړه خو پخواني هغه مه هیروه.
  • رازداره اوسه.
  • ډیرعکسونه اخله او بیا سره مقایسه کوه، چې پوه شې ژوند څنګه په بدلون کې دی.
  • هیڅکله مه تسلیمیږه  هره ورځ نوې معجزه کیږي.
  • بې له ځنډه د نورو لپاره  دمننې یادداښت ولیکه.
  • خوښۍ سبا ته مه پریږده.
  • خپل وخت د تجارتي چلونو او دوکوپه زده کولو مه ضایع کوه بلکې هڅه وکړه په خپله تجارت  زده کړې.
  • دغاښونو له برس کولووروسته دکریم سربند کړه.
  • رایه ورکوه.
  • خپل ملګري او خواخوږي په ناببره وړو ډالیو سره خوشاله کړه.
  • نور مه ملامتوه، د ژوند د هرې برخې مسئولیتونه په خپله ومنه.
  • له بدوشرایطو هم ډیر تر ډیره استفاده وکړه.
  • ټول هغه کالي چې په تیرو دریو کلونو کې دې نه وي اغوستي خیریه ټولنوته ورکړه.
  • داسې ژوند وکړه، چې کله ماشومان ستا ښیګڼه، مهرباني او سترتوب وګوري ته ورپه یاد شې.
  • داپه یادولره چې د ټولو رسنیو خبرونه یو لوری او هدف لري
  • دعکاسۍ یوکورس ووایه
  • دلوړاوي او تعالي غوښتونکی اوسه اوبیه ېې هم ورکړه.
  • زړور اوسه حتي که په ریښتیا زړور نه ېې تظاهر وکړه څوک ېې په توپير نه پوهیږي.
  • له دې وروسته، چې ماشومان دې سزا کړل په غیږ کې ېې ونیسه
  • دا زده کړه، چې په لاس ښکلي شیان جوړ کړې.
  • هغه لاس ټینګ کړه، چې ستا په لور غځیدلی وي.
  • خپله غلطي ومنه.
  • دخپل واده کلیزه هیڅکله مه هیروه.
  • بایسکل ځغلوه.
  • په خپلې شاروالۍ کې یوه خیریه موسسه انتخاب کړه او د پيسو او وخت په وسیله په سخاوت ورسره مرسته وکړه.
  • سلامتیا ته  ډیرپام کوه.
  • کله چې څوک غواړي تا وګماري حتي که هغه دنده دې خوښه هم نه وي ورسره مشوره او مذاکره وکړه تر هغه دې چې په خپلو غوږونو دچاوړاندیز دې نه وي اوریدلی فرصتونه له لاسه مه ورکوه.
  • حتي که ښه عاید هم لرې خپل بچیان اړکړه چې کار وکړي او د خپل کالج د فیس یوه برخه په خپله ورکړي.
  • په هغو رستورانونو کې ډوډۍمه خوره، چې ډیرکش اوفش لري.
  • دامه هیروه، چې په کار او کورنیو اړیکو کې اعتماد تر ټولو مهمه چاره ده.
  • ټایپنګ او کمپیوتر زده کړه.
  • د ونډو په بازارکې له خپل توانه د ډیرو پيسو پانګونه مه کوه.
  • د خپل ژوندشریکه په ځیرتیاسره انتخاب کړه ستاد ژوند په سلو کې پنځه نوي نیکمرغي  او بدمرغي د همدې یوې فیصلې له امله وي.
  • ځان داسې روږدی کړ،ه چې له خلکو سره ښیګڼه وکړې اوهیڅکله پوه نه شي چې دا ته وې.
  • تل په خپل مخ کې یو ښکلی شی ږده. حتی که په یوه ګیلاس اوبو کې د ګلانو یوه څانګه وي.
  • یوازې هغه کتابونه امانت ورکوه، چې له نه درلودلو ېې نه خواشینی کیږې.
  • لوړ فکرونه ولره خوله وړو ښادیو هم خوند اخله.
  • د مالي راپورونو لوستل زده کړه.
  • هره ورځ دیرش دقیقې پلی ګرځه.
  • د خپلې زوکړې په کلیزې کې دې د ځان لپاره د مبارکۍ یو پیغام ولیکه.
  • ډېر خانده. هیڅ لګښت نه لري او ارزښت ېې له تصوره ورهاخوا دی.
  • په ازموینه کې هیڅکله له چا نقل مه کوه.
  • د ځایي بوټو ،مرغانو ، او ونو نومونه او ځانګړتیاوې زده کړه.
  • په خپل پخلنځي ، او ګاډي کې د اوروژنې یو کپسول وساته .
  • یو کال وخت ولګوه  او سپیڅلی کتاب (قرآن) آیت په آیت ولوله.
  •  
     
     
    مأخذونه:
  • رمز موفقیت در تحصیل. نوشته ویرجینیا وکس، ترجمه دکتر سید اکبر میرحسینی
  • قدرت زمان، نوشته بریان تریسی،
  • د ژوند روغتیایي لارې. محمد ابراهیم شینواری، ۲۰۱۵
  • هدف، برایان تریسی.
  • قدرت بیان، برایان تریسی
  • قورباغه را بخور، برایان تریسی، ترجمه مهدی قراچه داغی، چاپ هشتم، تهران ۱۳۹۲.
  • د وخت د تنظیم په باب د بیلابیلو روزنیزو کورسونو څخه اخیستل شوي یاددښتونه
  • د غونډو جوړولو په باب د بیلابیلو روزنیزو کورسونو څخه اخیستل شوي یاددښتونه
  • اوج موفقیت. برایان تریسی،
  • Time Management Tips
  • Time Management Principles
  • او لاندې (او نورې زیاتې) انترنیټي لیکې:
  • http://www.wikihow.com/Prepare-for-an-Exam
  • https://www.examtime.com/blog/6-tips-to-make-your-study-goals-last-all-year/
  • http://www.wikihow.com/Accomplish-a-Goal
  • http://www.topuniversities.com/student-info/health-and-support/exam-preparation-ten-study-tips
  • https://www.examtime.com/study-goals/
  • ©Academic Skills Center, Dartmouth College 2001
  • The Iron Imperative of writing: don’t waste my time,http://withoutbullshit.com/blog/iron-imperative-of-writing-dont-waste-time/
  • Rewrite passive voice and reveal the truth, http://withoutbullshit.com/blog/rewrite-passive-voice-reveal-the-truth/
  • How to Improve Your Writing Skills, http://www.wikihow.com/Improve-Your-Writing-Skills
  • The Art of Public Speaking. By Dale Carnegie.
  • Speak to Win: How to Present with Power in Any Situation. By Brian Tracy.
  • http://content.moneyinstructor.com/1198/intro-public-speaking.html
  • http://www.inc.com/ss/jeff-haden/20-public-speaking-tips-best-ted-talks
  • http://money.howstuffworks.com/18-tips-for-public-speaking.htm
  • http://www.goodreads.com/shelf/show/public-speaking
  • http://media.briantracy.com/downloads/pdf/12stepgoalsettingprocess.pdf
    http://www.selfgrowth.com/articles/the-9-obstacles-that-keep-you-from-achieving-your-goals