يوۀ سړي ١٠ زره تليفون شمېرې يادې کړې دي!


ليکنه: نوراحمد عايل
احمد حربا د سوريې هېواد د حماه ولايت د يوې تليفون خانې کارمند دى ،چې د ډېرې قوي حافظې په درلودلو سره له تېرو دېرشو کالونو راهيسې چې په دې تليفون خانه کې کار کوي تر اوسه پورې ١٠ زره د تليفون بېلابېلې شمېرې يادې کړې دي.
نوموړي دسوريې هېواد د زياترو دولتي ادارو ، سازمانونو، دفترونو اوچارواکو شمېرې يادې کړې دي
احمد حربا هر ورځ خلکو ته ١١٠٠ ځلې له دې تليفون خانې څخه زنگ رُخ کوي، هر سړى چې يو ځلې ورسره په تليفون کې سلام عليک وکړي دويم ځل يې دستي پېژني، او چې د هرې ادارې تليفون شمېره يې پکار وي ورکوي يې.
نوموړى دومره تېز کار کوي چې ملګرو يې پرې د حماه ولايت کمپيوټر نوم ايښى دى.
زياتره وخت د اطلاعاتو دادارې چارواکي له ده څخه د تليفون شمېرو په اړه معلومات اخلي، دا چې په ورستيو څو کالونو کې موبايلونه ډېر شوي دي نو د مبايل يې هم ډېرې شمېرې په ياد کړې دي ،چې زياتره يې د دولتي ادارو د رييسانو او نورو لوړ پوړو چارواکو دي.
ددې سړي د خپل کور ټول پخوانى حالت ياد دى او ټولې هغه پېښې که وړې وي يا سترې چې د دوى په کور کې دده له وړکتوب څخه پېښې شوې ،دۀ ته يې ورځ او وخت په ياد دى.