ډېره زېاته ښکلې ښکارې په ښکلا باندې سېنګار ېې
ته مـــــې مېنه او ارمان ېې ته ځان ته مـــــــې جهان ېې
ستا دمــــــېنې نـــه نـــــه اوړم زمـــــا دغـــه عـــــقېده ده
سراو مــــــال نه پــــرې تېرېږم تاسره مــــــې دا وعده ده
بې لـــه تانه ېم نېمګړی هم مې مځکــــه هم اسمان يې
بې له تانه ژوندون نشته ته زمـــا د ژوند داستان يې
اوس مې زړه تا سره تړلی ته مې زړه ته مې اېمان ېې
زه په تا باندې مـــــــېن ېم بــــــې لــــه تا نه لغــــــړن ېم
چـــــــې تــــه نه يې ډېر خفـــــــه او تل غمجــــــــــــن ېم
اوس دزړه نه درته واېم دژوند هېلې مې له تا سره تړلي
زمــــا هېله زما ژوند يې ما اوس مېنه تاسره کـــــــــړې
مطيع الله رؤفي
وروستي