زړه می رنځور و لا رنځور شو
چی بد خبر می د ملالې واوریدنه
ته خو وړه وی لا معصومه
دې ظالمانو په تا څنګه فیر کونه
په تا یی څنګه جرئت وکړ
ستا په ویشتو یی څنګه لاس نه رپیدنه
ته خو وړه یې لا معصومه
لا په تا نشته د الله تعالی حقونه
سپینه مرغۍ یی تل د سولې
دا ظالمان دې وزرونه پرې کوینه
په وینو سور دې تنکی ځان شو
په سپین جبین دې د سرو وینو سیلا بونه
ته د عرفان بله ډیوه یې
راتلونکي نسل به په تا فخر کوینه
ته د ښوونې ښه پیغام یې
ټول زده کونکي به دا ستا په لاره ځینه
ګولۍ په سر کې دې سړه شوه
د ظالمانو دې لاسونه قطع شینه
تا وه نیولې لار د سولې
ولې نامردو په تا وکړه ګذارونه
ستا نوم به پاتې شي اتله
د میوندۍ ملالې نوم سره به جوخت وینه
الله دې تا له روغتیا درکړي
د حق د لارې درته تل دعا کوینه
هره شیبه مې زړه کې اوسې
ستا د روغتیا لپاره لاس مې اوچت دینه
رؤفي تا باندې تل ویاړي
دا ستا پشانې پښتنی دې الله لرینه
وروستي