جرمني کې د يوې غونډې پرېکړه ليک: د پاکستان لخوا پر افغانستان باندې د بريد  غندنه

  6.07.2011
پر افغانستان باندې د پاکستان لخوا د وروستيو توغنديزو  بريدونو په اړوند په جرمني کې د کونړ د ځوانانو د کلتوري ټولنې  په کوربه توب د(( هېورت ))  ښارګوټي د ((ايوينټ پلاست)) په سالون کې ،  يوه غونډه رابلل شوې وه.  په دغه غونډه کې ، چې ګڼ شمېر هېوادواﻻ په کې ګډون درلود، د هېواد پر بېلا بېلو مسالو خبرې وشوې. د غونډې برخه والو د تاريخ په دې حساسو شيبو کې افغانان د بهرنيو او کورنيو د پټو او ښکار توطيو ښکار وبلل.
ګډونکوونکو د پاکستان لخوا د افغانستان پر خاوره بريدونه وغندل او د دغه ناروا عمل په مقابل کې ﻻندنی پرېکړه ليک د رايو په اتفاق تاييد او تصويب کړ:

  • د پاکستان د اسلامي جمهوريت له حکومت څخه په کله  غوښتنه کوو، چې پرته له قيد او شرطه، د افغانستان پر خاوره خپل بريدونه ودروي.
  • د ملي دفاع او کورنيو چارو د وزارتونو  او د ملي امنيت د لوی رياست څخه غواړو، چې د هېوادوالو د سلا او مشورې سره سم، ژر تر ژره د خپلو ملي ګټو د ساتنې په موخه د متقابلو بريدونو لپاره ﻻزم تدابير ونيسي.
  • موږ په دې ټينګه عقيده لرو، چې جګړه د ګواښ او شانتاژ له ﻻرې نه ختميږي او د بېګناه هېوادوالو مرګ ژوبله هم د دوو ګاونډيو هېوادونو تر منځ  ستونزې نه شي هوارولی بلکې خبرې او سياسي ﻻر د دواړو ملتونو  د ګټو پر بنا د مسالې د سياسي حل کلي ګنل کيږي. پاکستان دې د دې د ښمنۍ پر ځای له دې وروسته د متقابلو ګټو پر بنا د دوستۍ پر ټينګښت پانګونه وکړي.
  • په افغانستان کې د ايساف، ناټو او د امريکايي پوځونو  له  قوماندانيو څخه غواړو، چې د بن د پرېکړې سره سم د هېواد سياسي او جغرافيايي حريم  د هر ډول بهرني تجاوز او تيري څخه وساتي.
  • موږ د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د امنيت شورا او د اسلامي کنفرانس د غړو هېوادنو ،د ناپييلي هېوادونو، اروپا او  امريکا څخه په کلکله غواړو، د پاکستان پر دولت فشار واچوي تر څو خپل بريدونو د افغانستان پر بې وزله ولس بې له قيد او شرط څخه بند او په راتلونکې کې له داسې بريدونو څخه ډډه وکړي.
  • د افغانستان د اسلامي جمهوريت د رياست له مقام  او د بهرنيو چارو وزارت څخه په کلکه غواړو، چې خپلې ديپلوماتيکې هلې ځلې لا پسې ګړندۍ کړي، تر څو د جګړيزې فضا پر ځای د سولې او پوهاوي فضا رامنځته کړي.
  • که د دې ټولو هلو ځلو سره سم  بيا هم زموږ  د هېواد پر حريم باندې د پاکستاني پوځ تيری دوام ومومي، په دې صورت کې به افغان مجاهد ولس خپلو ټولو ګوندي، سازماني، سمتي ، ګروهي  او انفرادي ګټې شاته پرېږدي او د افغانستان د ځمکني بشپړتيا په خاطر به ټول يو موټی او د نړيوالو د اصولو سره سم د حق او قانون له ﻻرې، د خپلو تيرو اتلانو او نيکونو په څېر به ملي قيام پيل  او  په سرښندې سره به د خپل هېواد څخه په کلکه دفاع وکړي.
  • موږ  بهر ميشتي افغانان له خپلو هېوادولو سره ځان په هر درد او غم  کې شريک ګڼو او ځان لخوا ورته پوره ډاډ ورکوو.
  •  
    د کونړ ځوانانو کولتوري ټولنه (جرمني)



     \"\"
    \"\"
    \"\"
    \"\"
    \"\"
    \"\"